افغانستان ايلېون دافريقا ايمرجنګ لوبډلي څخه ماته ومنله

افغانستان ايلېون دافريقا ايمرجنګ لوبډلي څخه ماته ومنله

په پيل کې د لوبې پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه وکړه چې په ۴۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې چې له ډلې يې په ترتيب سره رحمت شاه ۶۵, افتاب عالم ۲۹ ناسوځېدلې, نورعلي او نجيب الله ځدراڼ هر يوه ۲۷ ډېرې منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د افريقا ايمرجنګ لوبډلې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۸ اور کې د ايلېون هدف بشپړ کړ چې د افغان توپ اچوونکو له منځه سعيد شېرزاد دوه او حميد حسن يوه ويکټه واخيسته او لوبه يې سيالې لوبډلې ته پرېښوده.


لوبي ورزش

تبصره وکړئ

avatar
t