آیا نارینه هم اورګازم ته رسېږي؟

آیا نارینه هم اورګازم ته رسېږي؟

استاد شراف الدين عظمي

نارینه سره له دې چې انزال ته رسېږي اورګازم ته هم رسېږي، خو کله امکان لري چې انزال ترسره شي او اورګازم ترسره نه شي. پوره اورګازم په مغز کې سرته رسیږي دا چې د نارینه وو اورګازم او انزال یوځای سرته رسیږي نو ډېر ځله د نارینه وو اورګازم د مېرمنو په پرتله ډېر لنډ وي، اورګازم او انزال ته د رسېدو لپاره د جنسي غړي دننه کول، نازول او…

په اورګازم او انزال پوره اغېز لری.ځينو څېړنو ښودلې چې۷۵په سلو کې نارینه د جنسي اړیکو له پیل سره سم له دوه دقیقو وروسته اورګازم ته رسیږي، د جنسي غړي په شخېدو سره چې نعوذ بلل کیږي د تستسترون، اندروفین، اکسي توسین او وازوپرسین هورمونونو په آزادېدو سره انسان د خوښۍ احساس او مثبت عصبي فشارونه تجربه کوي.،

د انزال پړاوونه

انزال دوه پړاوونه لري په اول پړاو کې له تناسلي غړو څخه د منیو وتل او په دویم پړاو کې په فشار سره د جنسي غړي پر لور د منیو حرکت دی، انزال د مغز د دایره وي برخې فعالیتګڼل کیږي چې پړاوونه یې په نا ارادي ډول ترسره کیږي.

موږ څلور ډوله انزالي ستونزې لرو:

ژر انزالیدل، وروسته انزالیدل، وچ انزالیدل او سرچپه انزالیدل هغه انزالي ستونزې دي چې ډېری کسان ورسره مخ کیږي.

مهم لاملونه یې په لاندې ډول په ګوته کوو

په جنسي اړیکو کې بدلون نه راوستل.

ځان ارضا کول یا له خپل لاس نه کار اخیستل.

د اروايي درملو خوړل.

له امیندوارۍ وېره.

تل پاتې همجنس پالنه.

د ډېرو الکولو خوړل.

له جنسي ستونزو وېره.

سختې دیني روزنې.

اضطراب.

جنسي اړیکو ته وخت نه ورکول.

جنسي اړیکو ته مهالوېش جوړول.

د ژر انزالېدو ډولونه

عادي ډول یې هغه وخت پېښیږي چې کوم خنډ شتون ولري یا کس نوی واده کړی وي او تلپاتې ډول هغه مهال پېږیږی چې نارینه د تل لپاره ورسره مخ وي دا یو ستونزمن ډول دی چې بدې پایلې لري.

که ژر انزالیدنه وغزیږي څه ستونزې پيدا کولی شي؟

ورسره به د ښکېل کس اضطراب او وېره ډېره شي او ځان به کم احساس کړي همدارنګه که اوږدمهال شي ژورخپګان پيدا ټولنیزې او د ګډ ژوند اړیکي پوره ورانولی شي او یاده ستونزه مو جنسي اړیکې ورځ په ورځ د ګډوډۍ پر لور بیایي.

ژر انزالیدنه ولې پيدا کیږي؟

جنسي اړیکو کې ځنډ، اروايي ستونزې او ګډوډۍ، هورموني ستونزې، د مېرمنې اندامو ته ډېر کتل، د ځینو درملو ناوړه پایلې، ناسم او ناسالم خواړه، د مخالف جنس نه پيژندل، له جنسي اړیکی وېره او ډار، د ښځي له وړتیا او مستېدو نه وېره، د ښځي چلند او زیاتی، پخوانۍ نابریالۍ اړیکي، له نعوظ څخه ویره هغه دلیلونه دي چې د جنسي اړیکو پر مهال نارینه ژر انزالولی شي.

څنګه کولی شوو په انزالیدو کې ځنډ راولو؟

د انزال له ستونزو سره د مخ کېدو پر مهال مه په غوصه کېږئ د درملنې په موخه یې ګامونه واخلئ ځکه چې غوصه کېدل مو ستونزه نوره هم پیاوړې کولی شي.

مېرمنې ته نه ښایي چې د نعوظ ګډوډۍ له امله خپل خاوند ته پيغورونه ورکړي ځکه دا یې هم پخپله یو لامل کېدلی شي.

خواړه او خوړیز رژیم په پام کې ولرئ د ښو خوړو په اړوند موږ زموږ پخوانیو مقالو ته چې په بېلابې سایټونو کې خپرې شوي مراجعه وکړئ.

اروایي ستونزې لکه وېره، اضطراب او کاري ذهني فشار یا سټرس د انزال ګډوډیو لامل ګرځي چې باید له مینځه ویوړل شي او درملنه یې وشي.

 پر ژر انزالېدنه اخته کسان د خپلې مېرمنې ملاتړ او همکارۍ ته ډېره اړتیا لري ځکه چې نارینه په دې مهال پر ځان باور له لاسه ورکوي نو مېرمنې باید خپل خاوند حمایه کړي.

د جاغور لرل هم د ژر انزالیدنې لامل ګرځي چې باید درمله یې وشي(جاغور هغه ناروغي ده چې د آیودین عنصر د کموالي له امله په بدن کې پیدا کیږي).

د تشخیص او ځينو تمرینونو په برخه کې ارواپوه او مشاوره هم مرسته کولی شي.

د جنسي اړیکو د شمېر زیاتوالی ددې ستونزې په حل کې ګټور واقع کیږي نو ښه ده چې جنسي اړیکه یوه شپه باد یا هر شپه ترسره شي تر هغې چې ستونزه حل کیږي.

د ژر انزالېدنې په برخه کې شته درمل باید د طب د ډاکټر په مشوره وکارول شي ځکه خپلسري درمل ګڼ زیانونه رامینځته کوي.

د جنسي اړیکو د پوزیشنونو په اړوند مالومات هم مرسته کولی شي ځکه چې ځیني پوزیشنونه د ژر انزال لامل ګرځي.

کانډوم کارول د پارېدنې کچه راټیټوي، جنسي غړی په درد کوي او د ژر انزالېدو ستونزه له مینځه وړي.

د جنسي اړیکي پر مهال د جنسي غړي نیول، لمس کول او فشار پرې راوړل هم د انزال په کنټرول کې مرسته کولی شي.

پایله:

په ټوله کې جنسي ستونزې او په ځانګړي ډول ژر انزالیدنه یا انزالي ستونزې تر ډېره  اروايي اړخ لري، ارواپوهان  وړاندیز کوي چې که په دې برخه کې له دواړو خواوو یانې هم نارینه او ښځینه سره مشورې وشي د ستونزې حل حتمي کیږي ځکه چې زر انزالېدنه پخپله ستونزه یا ناروغي نه ده کولی شو ووایو چې فکري وسواس او د یوې ښې جنسي اړیکې له لرلو وېره، یې لامل ګرځي او په ستونزه اوړي.




t