د فاریاب پوهنتون د فوټبال خزاني ټورنمنټ «جګړه بس ده او موږ سوله غواړو» تر شعار لاندې پیل شو

د فاریاب پوهنتون د فوټبال خزاني ټورنمنټ «جګړه بس ده او موږ سوله غواړو»  تر شعار لاندې  پیل شو

دا سیالۍ د فاریاب پوهنتون په ورزشي ډکر کې د دغه پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د بدني روزنې ډيپارټمنټ په نوښت پیل شوې دي.

د فاریاب پوهنتون رئیس پوهنیار فیروز اوزبېک کریمې د «جګړه بس ده او موږ سوله غواړو» تر شعار لاندې د ټورنمنټ په لاره اچولو موخه د محصلانو تفریح او روغتیا ته پاملرنه ياده کړه او همدارنګه یې د ځوانانو ترمنځ د سپورټي اخلاقو په بڼسټیز کیدلو ټیګار وکړ.

فیروز اوزبېک کریمي زیاته کړه: «د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوی په دې وروستیو کې د ولایاتو پوهنتونو ته ځانګړې پاملرنه کوي چې فاریاب پوهنتون لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دریو ډيپارټمنټونو منظوري يې یوه بیلګه یادولی شو».

نوموړي د لوړوزده کړو وزارت له رهبري پلاوي په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي له ښه نیت څخه د فاریاب د شریفو خلکو په استازیتوب مننه وکړه.




t