لغمان والي د ورزشکارانو ستونزې واوریدې

لغمان والي د ورزشکارانو ستونزې واوریدې

د بدني روزنې د امر په مشرۍ يو شمېر ورزشکارانو د لغمان والي سره ليدنه ترسره کړه.
په دې ليدنه کې، چې نن يکشنبه د تلې پر ۲۸ نېټه له غرمې وړاندې ترسره شوه، پرمهال يې د لغمان والي
محمد اصف ننګ سربېره، د بدني روزنې امر بادام ګل ملتزم، ورزشکارانو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.
لومړی د بدني روزنې امر بادام ګل ملتزم د لغمان والي محمد اصف ننګ څخه مننه وکړه، چې تل يې د ورزشکارانو ستونزې د حل په موخه اورېدلي دي.
هغه په يو شمېر سياليو کې د لغمان ولايت د ورزشکارانو لاسته راوړنې هم د دې ولايت له والي سره شريکې کړې.
نوموړي زياته کړه د منډې تر نامه لاندې په ورستۍ جوړه شوې سيالۍ کې هم لغمان ښه مقام او نوم خپل کړی.
نوموړي د لغمان والي څخه د دې ولايت د لوبغاړو د بېلابېلو ستونزو د حل ترڅنګ د يو شمېر لوبډلو د سپانسر کولو غوښتنه هم ترسره کړه.
په ورته مهال لغمان والي محمد اصف ننګ د بدني روزنې امر ته د ورستيو برياوو د مبارکۍ ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې تل د ورزشکارنو ستونزې د حل په موخه د ولايتي ادارې سره شريکوي.
نوموړي زياته کړه ورزشکاران د سولې سفيران دي او دوی کولای شي، چې له دې لارې ولسونو ته ښه پيغامونه ورکړي.
هغه وويل د نورو برخو ترڅنګ په لغمان کې د ورزش برخې ته هم ځانګړې پاملرنه ترسره شوې او دا لړۍ به همداسې روانه وي.
ښاغلي ننګ د بدني روزنې امر او راغلو ورزشکارانو ته ډاد ورکړ، چې د دوی ټولو ستونزو ته به په وخت سره رسيدګي کېږي او د منډې په سياليو کې دوهم مقام ګټوونکي سره به مرسته او همکاري هم ترسره شي.
ورپسې د ورزشکارانو په استازولۍ يو شمېر لوبغاړو خبرې وکړې او د لغمان والي څخه يې مننه وکړه، چې له نورو برخو سربېره سپورټ ته ځانګړې پاملرنه لري.
دوی خپلې يو شمېر ستونزې او غوښتنې هم د لغمان والي سره شريکې کړې، ترڅو يې په حل کې ورسره همکاري ترسره شي.




t