افغان ځوانانو د پاکستان ۱۹ کلنو ته ماتې ورکړه

افغان ځوانانو د پاکستان ۱۹ کلنو ته ماتې ورکړه

د چين په بيجينګ ښار کې افغان ځوانانو د پاکستان د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړه چې په ۳ ويکټو يې بريا خپله کړه.

کرکټ بورډ وايي، په چين کې د دغو درې اړخيزه سياليو په لړ کې نن د افغان ځوانانو او پاکستان د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ترمنځ شل اوريزه سيالي ترسره شوه چې لومړی پاکستان توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورونو کې یې ۱۵۶ منډې وکړې. د افغان ځوانانو له لوري محمد اسحاق ساقي ۳، محمد صابر ځلاند او نويد احمد ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

ياد هدف افغان لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې پوره او په ۳ ويکټو يې بريا خپله کړه.

د افغان توپوهونکو له منځه عابد محمدي ۵۱ ناسوځېدلې او عطا محمد زرمل ۴۵ منډې وکړې.

د یادولو ده چې دغې لوبې ته په چين کې د افغان سفارت مستشار ښاغلی موسی عارفي او افغان زده کوونکي هم د افغان ځوانانو د هڅونې په موخه ورغلي وو.



پاکستان ته ماته ورکول کرکټ
t