د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د سره رود ولسوالۍ په بي بي مریم لیسه کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .
د پوهنې ریاست د روغتیا د برخې مشر ډاکتر محمد رحیم همت د انسان د روغتیا د خوندي ساتلو لپاره یې د لاسونو د مینځلو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه،هر څومره چې موږ د خپلو لاسونو مینځلو ته پام وکړو په هماغه کچه به مو روغتیا خوندي وي.
ډاکتر همت د زده کوونکو وغوښتل چې د لاس مینځلو ارزښت او ځانګړې پیغام د خپلو کورنیو سره هم شریک کړي.
په دې مراسموکې د سره رود مرستیال ولسوال،د پوهنې امر او څو تنو نورو هم د لاس مینځلو پر ارزښت خبرې وکړې.
همدارنګه د بي بي مریم لېسې د زده کوونکو له لورې د لاس مینځلو د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړې شوې تمثیلي ټوټې او ترانې هم وړاندې کړې.




t