د مشرقي درنو او معززو ديني عالمانو په خدمت کې عاجزانه خواست – مفتي عبدالولي

د مشرقي درنو او معززو ديني عالمانو په خدمت کې عاجزانه خواست – مفتي عبدالولي

تاسو ته دا خبره تر ما ښه واضحه ده چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم د دور په اخره کې او بيا په راوروسته وختونو کې ډېرې ګمراه او منحرفې فرقې پيدا شوې، لکه معتزله، قدريه، جهميه، روافض او داسې نور.
خوارج د صحابه کرامو په مینځني دور کې لږ لږ پيدا شوي وو.
په دغو فرقو کې د ځينو عقايد ښکاره د کفر عقايد وو خو تاسو ټولو ته معلومه ده چې چا پر هغوی باندې عيناً او جماعةً د کفر حکم نه دی لګولی او نه يې په ضد د قتال او وژنو فتوې صادرې شوې دي. په دغو کې خوارج يوه داسې ګمراه ډله وه او ده چې پر صحابه کرامو يې د کفر ټاپې لګولې، پر علي رضي الله عنه يې د کفر حکم کاوه، هغه علي رضي الله عنه چې د جنت بشارت ورته په ژوندوني ورکړ شوی دی، ستر صحابي او د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د تره زوی، زوم او خاص ملګری دی.
دغه علي رضي الله عنه و أرضاه خليفه و، قوت يې په لاس کې و، خوارجو پرې دغه ډول ټاپي لګولې. ده مبارک ورته ويل: له بيت الماله به تاسو ته ستاسو برخه درکول کېږي، په همدې ښارونو کې به تاسو ته د امن ژوند نصيب وي، موږ تاسو ته د دغو باطلو نظرياتو او پروپاګند باوجود هېڅ نه وايو . خو که پر مسلمانانو مو لاس اوچت کړ، يعنې باقاعده خروج او بغاوت مو وکړ، نو بيا به درسره ګورو. او بيا همغه شان وشول، کله چې يې بغاوت شروع کړ، تورې يې راوښکلې او مسلمانان يې شهيدان کړل، نو بيا علي رضي الله عنه پسې واخيستل.
خو د نورو فرقو لکه معتزله، جهمیه او نورو په ضد هېڅ اقدام نه دی پورته شوی بلکې د اهل السنت علماوو به د هغوی رد په علمي او متين انداز کې کاوه او بس.
په افغانستان کې اکثريت وګړي اهل السنت دي او بيا ورپسې اهل تشيع دي.
په اهل السنت کې احناف اکثريت دي او اهل الحديث یا سلفيان اقليت دي، چې زياته برخه يې په مشرقي ولايتونو کې ده.
په نوره اسلامي نړۍ کې هم احناف او اهل الحديث اوسېږي، هلته د هغوی ترمينځ داسې ستونزه نشته چې خبره دې وژنو او قتلونو ته رسېدلې وي، په افغانستان کې هم په حقيقت کې داسې ستونزه نشته چې احناف او اهل الحديث دې د يو بل وژنو ته ورسېږي. دلته احناف او اهل الحديث له ډېرو لسيزو راهيسې د روادارۍ ګډ ژوند کوي. دا څه د درې څلورو کالو خبره نه ده.
خو دلته چې کومه اساسي ستونزه ده هغه د د دوی ترمينځ د هم اهنګۍ نه شتون دی، په کار خو دا ده چې په ټول هېواد کې او بالخصوص په مشرقي کې د دوی ترمینځ هم اهنګي ډېره زیاته شي، د يو بل مدارسو او جوماتونو ته تګ راتګ وشي، د يو بل پروګرامونو کې ګډون وشي. نو پر تاسو لازم دي چې دغه هم اهنګي او رواداري قوي کړئ او ستاسو له مينځه چې کوم افراطيان او شرخوښي پر يو بل تخريبي فتوې او ټاپې لګوي هغو ته نه ووايئ او تجريد او منزوي يې کړئ.
دا ځکه چې دوه متقابلې وسله والې ډلې ستاسو له خاموشۍ او چوپتیا څخه ناوړه ګټه اخلي.
يقيناً چې دغه وسله والې ډلې فقط وسله ډالې دي، هغوی احناف يا اهل الحديث نه دي.



لیکنه معلوماتي مفتی
t