د پروفيسر بخت زاده دانش ستاينغونډه ترسره شوه

د پروفيسر بخت زاده دانش ستاينغونډه ترسره شوه

ديدن د ننګرهار سربېره، کابل، کونړ او لغمان ولايتونو څخه د نېږدې څلور سوه کسانو په شتون کې د راغلي مېلمه استاد، ليکوال، شاعر او ناظم پروفيسر بخت زاده دانش د ستاينغونډې مشاعره وکړه.

د غويي په اومه ماسپښين دوه بجې د ملي سرود وروسته د ديدن ادبي او فرهنګي بهير مشر صادق الله صادق راغلو شاعرانو، ليکوالو، ادبپالو او مينه والو ته او په خاصه توګه د لرې پښتونخوا راغلي دروند شاعر پروفيسر بخت زاده دانش ته ښه راغلاست ووايه.

صادق خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې ددې په څېر به د ډېرو نورو درنو شاعرانو او ليکوالو نمانځغونډې برابروو…

عبدالله رياض د ښاغلي استاد لنډه پېژندنه واورله او ورپسې عطاءالله مشعل د خبرو ترڅنګ خپل غزل دانش صيب ته ډالۍ کړ.

بيا د ديدن ادبي او فرهنګي بهير له لوري استاد دانش ته د اعزاز پکول او ستاينليک ورکړل شو، د ګودر کتاب خپرنځي له لوري هم په ستاينليک ونازول شو، عاشق الله بېتاب، حضرت موسى فاروقي، عطاءالله مشعل، د ياران ټولنيز بنسټ، د ځوان ټولنيز بنسټ او د فرحان خصوصي ښوونځي مشر عاشق الله نجيبي له لوري د اعزاز پګړۍ، ستاينليکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

عبدالغني عابد، رضاءالله همدرد، عزت الله عزت او قدير ملنګ دوه بېلابېلې تمثيلي پرچې وړاندې کړې.
ورپسې احمد شاه قرار، اسير ميشواڼى، افتخار جانان، افغانزى، افتخارالله افتخار، اکمل کمال، بلال ظاهر وزيري، بندي ګل خاکسار، حضرت موسى فاروقي، حماد ماليار، زلمى زايل، سرداراغا کليوال، سردارولي سيال، سيد هدايت شيدا، شاهد الله تسل، شمس الرحمن ناتار، صادق الله صادق، عزت الله ځواب، عزيزالرحمن پېجه وال خپل خواږه شعرونه استاد دانش او مينه والو ته واورل.

جاوېد دلدار، جعفر سهاک، صبغت الله قريشي، عاشق الله شفق، عظيم جبارخېل، ګل حيدر همت او موسم بهار مينه وال د خپل غږ په خوږو څو شېبې وزنګول.

او په پاى کې د معاصر دور ستر شاعر او ناظم پروفيسر بخت زاده دانش په خپل خواږه غږ کې څو نظمونه او شعرونه مينه والو ته واورول او بيا يې له مينه والو سره څو شېبې د تصويرونو په ويستلو کې تېرې کړې.

نېږدې ماښام مهال غونډه پاى ته ورسېده.

دانشمل رسا




تبصره وکړئ

avatar
t