فلمي ستورې تنوشري له اوږده ځنډ وروسته بیا سېنما ته راځي

فلمي ستورې تنوشري له اوږده ځنډ وروسته بیا سېنما ته راځي

د هندي سېنما وتلي او ښکلې ستورې چي له ډېري مودي راهیسي له فلمونه لیري وه. وايي له لس کاله ځنډ وروسته یو ځل بیا بالیووډ سېنما ته راځي، هغه وايي د سنجی لیلا بهانسالی په یو فلم کي غواړي راڅرګنده سي. نوموړې دا هم ویلي دي، چي یوازي له ټاپ سېنمايي ستورو سره فلم کي لوبیږي.

نوموړې هندي رسنیو سره خبرو کي ویلي دي:(( زما د ډایریکټر سنجی لیلا بهانسالی د فلم جوړي لیدلي دي، هغه ډيره ښه وه. سنجی یوازي ټاپ ستورې په فلمونو کي اخلي. زه نه پوهیږم چي هغه به زما سره کار وکړي او کنه. زه به ډيره خوشحاله سم که هغه له ما سره کار وکړي.))

یادي ستورې زیاته کړې:(( زه د لسو کالو راهیسې له صنعت څخه بهر یم. زه حتا د مدیریت ټیم نه لرم. زه خلک لرم، چې زما کار اداره کوي. مګر دلته محدودیتونو شتون لري، کله چي د پروژې خبره وي. زه هڅه کوم د ځان، فلمونو او اداکاري پروژو لپاره ښه نمایندګي ومومم.))

د بالیووډ ښکلې ستورې تنوشري دوتا چي زیاته موده د هغه څه له امله چي نوموړې يي جنسي ځورونه بولي، د سېنما څخه لیري وه. یادي شکلې ستورې د عدالت غوشتني غورځنګ یا (میتو موبمینټ) کي د بالیووډ پر مشهور ستوری نانا پاټیکر باندي د جنسي ځوروني تور پوري کړي و. هغې پر نانا پاټيکر تور پوري کړي و، چي د یو فلم د شوټینګ پر مهال يي هغه جنسي ځورولي وه.

ت

تنوشري پر نانا پاټيکر د جنسي ځوروني تور پوري کړي و، هغه له لس کاله ځڼډ وروسته بیا سېنما ته راځي.

پاته دي نه وي، چي په بالیووډ کي د نارینه ستورو له لوري د ښځينه فلمي ستورو جنسي ځورونه کومه نوي خبره نه ده. زیات وختونه پر یو شمېر ډایریکټرانو او سېنمايي ستورو دا ډول تورونه پوري کیږي. دا تورونه یوازي تر بالیووډ پوري محدود نه دي بلکي هالیووډ کي هم دا ډول تورونو زور اخیستی دی.



بالیووډ فلمي نړۍ
t