سهي: دیني علما کرام د لاس مینځلو او نظافت پر اهمیت باید مناسب بیانونه تر سره کړي

سهي: دیني علما کرام د لاس مینځلو او نظافت پر اهمیت باید مناسب بیانونه تر سره کړي

د پکتیا مرستیا والي الحاج عبدالولي سهي د لاس مینځلو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې چې د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري جوړه شوې وه وویل چې پر ممبر د لاس مینځلو پر اهمیت لازمې خبرې نه دي شوې، د سهي په خبره د لاس مینځلو نړیوالې ورځې ابتکار د نړیوالو نه بلکه دا د انسان له خلقت سره سمه رامنځته شوې چې په قران او نبوي احادیثو کې یې هم ذکر راغلی دی، خو له بده مرغه عالمانو یې پر اهمیت د ممبر له لارې خبرې نه دي کړي چې له امله یې د لاس مینځلو نړیوالې ورځې ابتکار بهرنیان د ځان بولي ، سهي وویل د ممبر غږ ارزښت لرونکی او اغېز لرونکی دی او عالمانو ته په کاره ده چې د داشان مسایلو په روښانه کولو کې بې تفاوته پاتې نه شي.
ښاغلي سهي د عامې روغتیا پر مسئولینو هم نیوکه وکړه چې د حوزوي روغتون نظافت ته یې پاملرنه نه ده کړې او ناروغ لرونکي یې له فعالیته ناخوښ دي، سهي ددې سربېره د پوهنې ریاست مسئولینو ته هم سپارښتنه وکړه چې ښونکي دې د درس ویلو پر وخت د اسلامي فرهنګ دودولو ته جدي پاملرنه وکړي او شاګردان دې د نظافت پر ارزښت و پوهوي.
بل لور ته د پکتیا د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست د ابو ، روغتیا ساتنې او نظافت د برخې مسئول انجینر محمد ظریف نثار د لاس مینځلو نړیوالې ورځې د نمانځنې هدف د خطري ناروغیو مخنیوی وبالۀ ، د نثار په خبره د لاس مینځلو نړیواله ورځ د نورې نړۍ سربېره د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ، پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو له لوري نمانځل کيږي.




t