د افغانستان د فوټسال ملي ټیم ایران ته لاړ

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم ایران ته لاړ

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، د فوټسال ملي ټیم یې ایران ته د لوبو لپاره لاړ.

دوی به هلته د اسیا اتلولۍ په مقدماتي لوبو کې ګډون وکړي.

افغانستان په الف زون کې د مرکزي اسیا له دغو ټیمونو سره لوبې لري؛ ازبکستان، تاجکستان او نیپال.

باید وویل شي چې ددې سیالیو په پایله کې به دوه پياوړې لوبډلې د ۲۰۲۰م کال د اسیا اتلولیو سیالیو ته لار پيدا کړي، چې هغه سیالۍ د ترکمنستان په کوربتوب ترسره کیږي.

 



افغانستان فوټسال لوبې
t