مېرمن له زېږون څخه وروسته خپل وزن څنګه کم کړي؟

مېرمن له زېږون څخه وروسته خپل وزن څنګه کم کړي؟

مېرمنې له زېږون وروسته څه ډول خپل وزن کم کړي؟

حميدي

لږ تر لږه شپږو میاشتو ته اړتیا ده چې له زېږون وروسته د ميندو وزن خپل اصلي حالت ته را وګرځي. ډېری وخت له زېږون وروسته مېرمنې خپل یوه اندازه وزن له لاسه ورکوي.

اوبه، وینه او ماشوم لږ تر لږه پنځه یا شپږ کیلو وزن لري چې په ټوله کې د مور له بدن څخه کمېږي.

په اصل کې دا تاسو خپله یاست چې په تدریجي ډول خپل وزن کم او کنټرول کړی.

کوم ورزش ګټور دی؟

هغه مېرمنې چې په طبيعي ډول یې ماشوم زېږولی وي، کولی شي له هماغه لومړۍ ورځې ورزش کول پیل کړي؛ خو که یې سېزارین عملیات کړی وي، بیا نو خپله په مېرمنې پورې اړه لري چې څه وخت په خپل وجود کې د ورزش کولو توان ویني. یانې کله چې د ټپ درد له منځه ولاړ شي، بیا مېرمنې کولی شي ورزش پیل کړي. له لسو دقیقو یې دې پیل کړي او ورو ورو یې دې تر شلو دقیقو پورې ورسوي.

ښکته او پورته کېدل یې لومړنۍ مرحلې دي چې کولی شي په دې ډول یې پیل کړي. کولی شي په ناستو خپلې پښې وغځوي او بیا یې راټولې کړي، دغه ډول کړنې دې څو ځلې تکرار شي.




t