نیمروز: د چاپیریال ساتني لپاره نوی ریېس ور وپېژندل شو

نیمروز: د چاپیریال ساتني لپاره نوی ریېس ور وپېژندل شو

عبدالقهار “رحماني” دنیمروز ولایت د چاپیریال ساتني دنوي ریېس په توګه په داسې حال کې، چې د ولایتي شورا استازی مسعود حکیمي او یو شمیر ریېسانو برخه لرله، دنیمروز ولایت مقام مرستیال لخو معرفي او رسما په دنده پیل وکړ.
محمد نبی براهویي د نیمروز ولایت مقام مرستیال دمعرفۍ په مراسمو کې وویل: چې موږ ته مهم اصل دخپل هېواد لپاره ژمنتیا، صداقت او د ځوان قشر گمارنه د ښه خدمتوالۍ په پار دی
مرستیال په خپلو خبرو کې نوی ریېس ته وویل چې باید دوطن دوستۍ، انسان دوستۍ او مسلکیتوب نمونه وئ او هېڅکله دخپل مسئولیتونو او دندو پرمهال دهېوادوالو دسرخوږي لامل نه شئ!
مرستیال د پخواني ریېس محمدجعفر “اثر” کړنې وستایلې او نوي ریېس ته یې دمبارکۍ ترڅنګ په چارو کې ژمنتیا او بریاء وغوښته.




t