سلمان خان د (دبنګ ۳) فلم لومړی پوسټر خپور کړ

سلمان خان د (دبنګ ۳) فلم لومړی پوسټر خپور کړ

د بالیووډ دوه تکړه او ښایسته سېنمايي ستوري سلمان خان او سوناکشي سینها د خپل نوي را روان فلم (دبنګ ۳ ) فلم پوسټر خپور کړي دي. د سلمان خان د دبنګ فلمونو په نورو دوو برخو کي د بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې سوناکشي سينها د چلبول پانډي (سلمان خان) د میرمن رول لوبولی دی، دا ځل بیا د نوموړی سره د یاد فلم په دریمه برخه کي د هغه د میرمني رول لوبوي.

د بالیووډ مشهور ستوری سلمان خان چي اوس مهال يي دېري پروژي تر لاس لاندي دي، د(دبنګ ) فلم دریمه برخه جوړوي. سلمان خان چی په یاد فلم کي د پولیسو د یو افسر رول لوبوي، تر څنګ يي د بالیووډ شکلې ستورې سوناکشي سینها د هغه د میرمني رول لوبوي. سلمان خان د سوناکشي سینها په اړه ویلي دي، چي هغه د یاد فلم لپاره کافي تجربه لري او دا يي هم زیاته کړي ده، چي سوناکشي یو ښایسته میرمن ده.

همداراز د سلمان خان په تیرو دوو(دبنګ) فلمونو کي د نوموړی سکه ورور ارباز خان هم د سکرین پر مخ د هغه د ورور او د پردي تر شا د یاد فلم ډایریکټري چاري هم پرمخ بیولي دي او دا ځل به په (دبنګ ۳ ) فلم کي ارباز خان بیا هم ورسره وي.

سلمان او سوناکشي په دبنګ ۳ فلم کي بیا سره لوبیږي.

پاته دي نه وي، چي سلمان خان اوس مهال د رادهي فلم یو بله پروژه هم تر لاس لاندي لري، چي د انشاء الله فلم ځنډ وروسته يي کار پري شروع کړي دي. د سلمان خان دبنګ ۳ فلم به د روان میلادي کال د ډیسمبر میاشتي پر ۲۰ نیټه پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې سي.a



بالیووډ فلمي نړۍ
t