هغه سړی چې هر کال يې ميليونونه ډالر موږکانو خوړل

هغه سړی چې هر کال يې ميليونونه ډالر موږکانو خوړل

پابلو ايسکوبار هغه سړی چې په ۱۹۸۰ يم ميلادي لسيزه کې به یې هر کال شاوخوا دوه زره ميلیونه ډالر موږکانو خوړل او یا به اوبو او سېلابونو ترې وړل.

پابلو ایسکوبار چې د امريکا د لویې وچې د کولمبيا هېواد اوسېدونکی و او له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۹۳ يې ژوند کړی، د بشر به تاريخ کې د کوکاينو تر ټولو ستر قاچاقبر ګڼل کېږي او د The King of Cocaine په نامه هم مشهور و، په هغه وخت کې یې سرمايه دېرش زره میليون ډالرو ته ( چې د ۲۰۱۸ کال له څه باندې ۶۰ زره ميليونو سره برابره ده) رسېده.

 په وروستيو کې خو یې له خپل قاچاق څخه په اوونۍ کې ۴۲۰ ميلیونه ډالر ګټل او د نړۍ اتيا فيصده کوکاين نوموړي له يوه ځای څخه بل ځای ته انتقالول چې ۱۵ ټنه خو به یې يوازې په ورځ کې امريکا ته اړول.

دا چې له بې وزلو او فقيرو سره یې ډېره زياته مرسته کوله د رابين هوډ په نامه چې په لويديځو ادبياتو کې د ډېر سخي سړي په نامه پېژندل کېږي مشهور و. نوموړي او ډلې به یې دا ټولې پيسې په کېش ډول ګرځولې او هلته و دلته به یې په ځنګلونو او شاړو ځمکو کې خښولې ، چې له امله به یې د خپلو پيسو تقريبا لس فيصده د کال موږکانو ورسورۍ کولې او يا به اوبو او سېلابونو ترې وړلې، او يا به نورو موسمي وضعیتونو خرابولې، خو دی ټولو سره سره د پيسو د ورکېدا په کيسه کې چندان نه و، ځکه تردې يې په لسګونو چنده ډېرې هره ورځ، مياشت و کال ګټلې. زوی يې جون پابلو ايسکوبار چې اوس یې نوم بدل کړی.

 په ۲۰۰۹ کې له Don Juan magazine سره په يوې مرکې وويل چې يوه ورځ موږ په يوه غريزه سيمه کې اوسېدلو او ددې لپاره چې د خور Manuela مې يخ شوی و، پابلو اسکوبار د هغې د تودې ساتلو لپاره يو ميلیون ډالر د اور پر سر اچول چې اور بل پاتې شي او د خور مې يخ ونشي.

بله جالبه دا وه چې خپل هېواد تقريباً په زرګونو کسان یې ان د ولسمشر تر مرستيال او نورو لوړ پوړو چارواکو چې دده مخ ته به یې خنډ جوړاوه او یا به یې دده د نيولو هڅه کوله، وژل او په دې برخه کې یې په هيچا هم رحم نه کاوه، په خپل هېواد کولمبيا سربېره نور هېوادونه یې هم د نيولو په تکل کې و او امريکا متحده ايالاتو خو د هغه د نيولو لپاره هر ډول هڅې کولې خو پابلو اسکوبار په ډېر نادر اقدام ان د سپنې ماڼۍ تر مخې پورې ورسېد هلته یې عکس واخيست او پټ بيرته خپل پټنځای ته ورګرځېد چې د امریکايانو د ډېر شرم لامل شو، ځکه هغه کس چې دوی پسې په خپل هېواد او نورو هېوادونو کې ګرځېدل تر سپينې ماڼۍ ور رسېدلی و.

نوموړی په ۱۹۹۳ زېږدي کال کې د کولمبيايي ځواکونو لخوا ووژل شو.

پابلو اسکوبار اووه کاله د فوربيزمجلې د نړيوالو شتمنو د سر نوم ګټلی و.

په لسګونو فلمونه، سريالونه او ډرامې دده پر ژوند جوړې شوې دي.

نور احمد عايل




t