ننګرهار: سلګونه زده کوونکو ته د چاپېریال ساتنې پوهاوی ورکړل شو

ننګرهار: سلګونه زده کوونکو ته د چاپېریال ساتنې پوهاوی ورکړل شو

ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو او د طبیعي میراثونو او ساتل شوو ساحو مدیریتونو کارمندانو له لوري د جلال آباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند د عبدالوکیل عالي لېسې سلګونه زده کوونکو او لسګونو ښوونکو ته د چاپېریال ککړتیا مخنیوي، ونو، بوټو تفریحي پارکونود ساتنې او اهمیت او همدا راز د وحشي ژویو د ژوند ساتنې په هکله د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د عامه پوهاوي په موخه هر اړخیز معلومات ورکړل شو.
همدا راز نوموړي ادارې ښوونکو او زده کوونکو ته یو شمېر د عامه پوهاوي تبلیغاتي پاڼې ورکړل شوې، د یادې اداري مسؤلین، ښوونکو او زده کوونکو د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه شول تر څو د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي.
د غونډې په پای کې زده کوونکو پوښتنو ته د مسؤلینو لخوا ځوابونه وویل شول.




t