د ماشومانو د حقونو په اړه د ملکي او نظامي ادارو ناسته وشوه

د ماشومانو د حقونو په اړه د ملکي او نظامي ادارو ناسته وشوه

ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رياست مسئولينو د جلال اباد ښار او ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو سره د ماشومانو حقونو ته د پاملرنې په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې د يونيسف ادارې په همکارۍ جوړه شوې وه پر مهال يې د جګړو پر مهال ماشومانو ژوند ته د خونديتوب، په جرمونو کې د ماشومانو شامليدو او جنسي تيريو مخنيوي، د ماشومانو امنيت ته د پاملرنې، ماشومانو سره د بشري مرستو تر سره کېدو او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
د ناستې پر مهال د ماشومانو روزنې او دوی ته د ښې پاملرنې په موخه مسئولين ځير کړای شول او له ټولو څخه په خپلو برخو کې د همکارۍ کولو غوښتنه وشوه.




t