د دولتي ځمکو او ورشو ګانو تثبيت په موخه څېړنې پيل شوې

د دولتي ځمکو او ورشو ګانو تثبيت په موخه څېړنې پيل شوې

ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ سره د ښار جوړونې او اراضۍ ادارو لوړ پوړو مسئولينو د ناستې په ترڅ کې وويل، چې په دې ولايت کې د دولتي ځمکو معلومولو او ورشو ګانو تثبيت په موخه څېړنې کوي.
دوی د ولايت له مرستيالې غوښتنه وکړه ترڅو په ښار او ولسواليو کې د يادې چارې تر سره کېدو په برخه کې ور سره همکاري وکړي.
د ولايت مرستيالې حبيبي کاکړ وويل، چې ولايتي اداره هم د دولتي ځمکو او ملکيتونو معلومولو او غاصبينو څخه خلاصولو په برخه کې جدي ده.
نوموړې له مرکز څخه راغلي پلاوي ته د څېړنو تر سره کېدو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.




t