مشرانو سره ناسته پاسته د هغوي د خفگان د لري کیدو لامل دي

مشرانو سره ناسته پاسته د هغوي د خفگان د لري کیدو لامل دي

وانشناسانو په تازه څېړنو کې څرګنده کړې ده، چې د کورنۍ خلک که د فېسبوک يا تلفون له لارې له مشرانو سره د خبرو کولو پر ځای له هغوی سره څه وخت تېر کړي، نو د هغوی پرېشاني، خپګان او ذهني بوج تر ډېره کمېدای شي.
امريکا کې په شوې دغه څېړنه کې مالومه شوې ده، چې د يو مشر کور ته ورتګ او له هغه سره د خبرو کولو طريقه د ذهني بوج او خپګان په لرې کولو کې تر ټولو ډېر اغېزناک دی.
عجيبه خبره دا ده، چې دغه کار له درملو ډېر اغېز کوي، دا څېړنه د «هيلت اينډ ساينس يونيورسټي اف پورټلينډ» روان شناس ډاکټر ايلن ټوني ترسره کړې ده.
د مشرانو د ذهني ناکرارۍ په اړه په امريکايي مجله کې خپاره راپور کې ويل شوي دي، چې له ۵۰ کلونو د ډېر عمر کسان ډېری وختونه د ذهني بوج ښکار وي، چې ځانته والی يې تر ټولو ستر لامل دی.
څېړونکي په دې خبره زور راوړی، چې ځوانان دې په اونۍ کې لږ تر لږه دوه واره د خپلو مور پلار او مشرانو لیده کاته ضرور وکړي، څو د هغوی ذهني حالت غوره شي.
د دغه راپور د جوړولو لپاره له ۲۰۰۴ز راهيسې تر ۲۰۱۰ز پورې پر ۱۱۰۶۵ کسانو تجربه شوې ده، چې عمرونه له ۵۰ تر ۷۰ کلونو پورې و.
په څېړنه کې ويل شوي، کوم مشران چې خپلو بچو سره نه ويني، د هغوی د ذهني ناکرارۍ سلنه ۱۳، مياشت کې يو ځل ليدونکي ۸ سلنه او په مياشت کې ۲ واره ملاقات کوونکي بيا ۶ سلنه د دې ناروغۍ ښکار دي.
جالبه خبره دا ده چې د ۷۰ کلونو يا له دې د پورته عمر خلک له خپلو کشرانو سره په ليدنه ډېر خوشحالېږي، په داسې حال کې چې له ۵۰ تر ۶۹ کلونو د عمر کسان له کشرانو سره په ليدنه سکون ترلاسه کوي.




t