مېرمنې له زېږون وروسته څه وخت قدم ووهي؟

مېرمنې له زېږون وروسته څه وخت قدم ووهي؟

 له طبيعي زېږون وروسته، میندې کولی شي هر وخت یې چې زړه وغواړي، قدم ووهي.

 هېڅ ګواښ یې پر وړاندې نه پېښېږي، بلکې دغه څه لا ورته ګټه رسوي. خو هغه مېرمنې چې د سېزارین د عملیات په وسیله یې ماشوم زېږولی وي، کېدای شي د دوی لپاره د جنرال او یا هم سپینال د بې هوښۍ ستنې کارول شوې وي.

نو ښه ده چې له اتو یا دوولسو ساعتونو وروسته قدم وهل پیل کړي. له پرهارونو سره باید څه وشي؟

هغه مېرمنې چې د سېزارین د عملیات له لارې یې ماشوم زېږولی وي، په لومړۍ اونۍ کې باید د خپلو ټپونو جدي خیال وساتي، ځکه که مېکروبي شي، ستونزې جوړوي، روغتیا یې له ګواښ سره مخ کېږي او هغه ده چې د خپل ماشوم خيال نه شي ساتلی.

ټپ باید پاک وساتل شي؛ نو له همدې کبله باید په ورځ کې دری ځلې ومینځل شي. د مینځلو لپاره بايد نري بتادين او پاکې اوبه وکارول شي. یانې نهه برخې اوبه او یوه برخه بتادین دې سره ګډ کړای شي او زخمونه دې پرې پرېولل شي.

حميدي




t