د بالیووډ افغان ستورې ورینا حسین څوک ده؟

د بالیووډ افغان ستورې ورینا حسین څوک ده؟

دبالیووډ افغان ستورې ورینا حسین چي تازه فلمي نړۍ ته راغلې ده. د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری سلمان خان په دبنګ ۳ فلم کي به د سلمان خان او ښکلې فلمي ستورې سوناکشي سینها سره یو ځاي سي. نوموړې په لومړی ځل د سلمان خان په مشری په جوړ سوي فلم (LoveYatri) کي د فلم مرکزي رول یعنی د فلم د انجلۍ رول ولوباوه.

ورینا حسین په اصل کي افغاني ده. نوموړې څه موده مخکي دهند د ساني پلیکس تلویزون سره مرکه  کي ویلي وه، چي مور يي د افغانستان د کابل ولایت او پلار يي عراقی ده. نوموړې ویلي دي، چي په خپل کور کي په دری ژبه خبري کوي، خو وايي زیات وخت يي هندوستان کي تیر کړي دي.

د هند سېنما یاده افغان ستورې ویلي دي، د نیویارک د فلم اکاډمي څخه فارغه سوي ده او یو وخت يي هلته په ځینو اعلانونو کي کار کړي دي. نوموړې وايي ممبي ته تر تګ وروسته يي فیصله وکړه بالیووډ سېنما ته لاړه سي. ورینا حسن د افغانستان د وتلی سندرغاړې ولی اجازی په یو ویډیو کلیپ کي هم د یوي موډلي نقش لوبولی دی.

هغې د خپل نوم په اړه ویلي دي، چي ورینا حسین یو کردیش نوم دي چي پلار يي ورباندي ایښي دي. هغه د امریکا په نیوریارک ایالات کي زیږیدلي ده، ۲۳ کلنه ورینا حسین اوس مهال د هندي سېنما یو ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې سوي ده.

د ورینا حسین لومړی فلم لب یاټري.

پاته دي نه وي، چي د بالیووډ یو شمېر سېنمايي ستوری افغانان دي لکه د بالیووډ نوموتي ستوری سلمان خان، د بالیووډ کومیډن ستوری قادر خان چي یو کال مخکي د ناروغي له آمله امریکا کي ومړ، هغه ویلي وه چي هغه د افغانستان د کندهار ولایت دي او په خټه پښتون دي، نوموړی په پښتو ژبه رواني خبري کولي. د امیتاب بچن د خدا ګوا فلم کي د خدای بخش رول لوبونکي هم د افغانستان د کابل ولایت اوسیدونکی دي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t