له افغان فوټبال فدراسیون سره د مرستې ژمنه وشوه

له افغان فوټبال فدراسیون سره د مرستې ژمنه وشوه

د افغانستان د ماليې وزارت ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به له افغانستان فوټبال فدراسیون سره مرستې او د ملي لوبډلې ملاتړ به کوي.

د فوټبال فدراسیون وايي، د ماليې وزارت مالي معین زاهد همدرد د افغانستان فوټبال فدراسیون له رییس محمد یوسف کارګر سره د لیدنې په ترڅ کې د فوټبال او ورزش د ودې په برخه کې د مرستې خبر ورکړ.

سرچینه وايي، له دې سره سم ښاغلي کارګر د افغانستان غوره لیګ د ملاتړ له امله د ماليې وزارت مننه وکړه او ويې ویل، چې د ماليې وزارت او خصوصي سکټور ملاتړ به د لوبو او ورزش په ډګر کې د مثبتو تغییراتو لامل شي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي ګارګر له فوټبال فدراسیون سره د مرستې په پار د ماليې وزارت معین زاهد همدرد ته د فوټبال فدراسیون لوح تقدیر او نښان هم ډالۍ کړل.



فوټبال فدراسیون سره ژمنه
t