هلمند: د ذکور لېسې فوټبال لوبډلې د ۱۳۹۸ کال اتلولي وګټله

هلمند: د ذکور لېسې فوټبال لوبډلې د ۱۳۹۸ کال اتلولي وګټله

د هلمند فوټبال فدراسیون په دغه ولایت کې څلور میاشتې وړاندې د ۸ لوبډلو ترمنځ فوټبال لیګ پيل کړی و، چې د ذکور ليسې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د افغانستان د فوټبال عمومي فدراسیون وايي، په دغه لیګ کې ذکور لیسې، کريم اتل، قانون، ميوند، بست، آريانا، شاهين او هارون لوبډلې یو له بل سره ولوبېدې.

د یاد شوي لیګ پایلوبې ته ذکور لېسې او بست لوبډلو لاره پيدا کړه، چې ۳ – ۱ په توپير ذکور لېسې بست ته ماته ورکړه او اتلولي يې وګټله.

په دغه پایلوبه کې د ذکور لېسې لپاره امید احمد درې او د بسټ لپاره یو ګول سیف الله صادقي وواهه.

د یادونې وړ ده، چې ذکور لېسه په دغه لیګ یوازينۍ لوبډله وه، چې په ۱۴ لوبو کې يې له کومې ماتې پرته ۵۷ ګولونه ووهل او له سیالې لوبډلې يې د لسو نومرو په توپير اتلولۍ ته ځان ورساوه.



اتلولۍ فوټبال لوبې هلمند
t