چاپېریال ساتنې ادارې د خښتو بټیو له مالکینو سره غونډه وشوه

چاپېریال ساتنې ادارې د خښتو بټیو له مالکینو سره غونډه وشوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ، د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي پنځه کلن پلان د تطبیق د څرنګوالي په تړاو، د کابل ولایت د سکتوري چارو رئیس، د سوداګرۍ وزارت استازو، د ده سبز، کلکانو، قره باغ، شکردرې، ګلدرې او پغمان ولسواليو د سکتوري چارو عمومي مدیرانو، د بټیو منشي او د خښتو بټیو مالکینو په ګډون، د تلې په ۳۰مه نېټه د چاپېریال ساتنې ملي اداره کې ناسته ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په کابل ولایت کې یې د خښتو بټیو د فعالیت د څرنګوالي او له هغو څخه د را ولاړو شویر ستونز او همدا راز د هوا ککړتیا د لاملونو او مخنیوي په اړه مفصل معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: د هوا ککړتیا راکمولو او مخنیوي لپاره باید ټول لاس په کار شو، نوموړي د هېواد په ودانولو کې د خښتو تولید جدي اړتیا وبلله او د خښتو بټیو له مالکینو یې وغوښتل چې د هوا ککړتیا د راکمولو په برخه کې دې لازم تدابیر ونیسي.
ورپسې د چاپېریالي چارو د څارنې او پلټنې رئیس، انجنیر نیک محمد د هوا ککړتیا د را کمولو او مخنیوي پنځه کلن پلان د تطبیق او د دې ادارې د چاپېریالي چارو پلټونکو د فعالیت د څرنګوالي، د خښتیو بټیو د مالکینو او کارکوونکو د مکلفیتونو په اړه، ګډونوالو ته معلوماتي پرزینټیشن وړاندې کړ.
د غونډې په لړ کې ګډونوالو ته د خښتیو بټیو د اوسني وضعیت په اړه هم پرزینتیشن وړاندې شو.
همدا راز د سوداګرۍ وزارت استازي، د بټیو منشي او د خښتو بټیو مالکینو هم خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې له مسوولینو سره شریک کړل او د هوا ککړتیا د راکمولو په موخه یې د تدابیري پلانونو په اړه ویناوې وکړې.
د غونډې په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي پنځه کلن پلان د ښه تطبیق په موخه، اړونده مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د کابل ښار د هوا ککړتیا د را کمولو لپاره دې جدي تدابیر ونیسي، په چاپېریالي لارښودونو دې بیا کتنه وکړي، د جوازونو د ورکولو پروسه دې ګړندۍ شي، د بټیو لپاره دې معیاري دود کشونه ترسیم او د هغوی له مالکینو سره دې د تطبیق په موخه شریک کړل شي، د خښتو بټیو مالکینو ته دې باکیفیته د ډبرو سکاره په واک کې ورکړل شي، شغلي مصئونیت ته دې جدي پاملرنه وشي او په بټیو کې دي د ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومانو له کارکولو ډډه وشي، د لارو د بندیدو او د خښتو د لېږد موضوع دې د ترافیکو له ریاست سره شریکه شي.
په پای کې د خښتو بټیو مالکینو ژمنه وکړه چې د هوا ککړتیا را کمولو لپاره به جدي تدابیر نیسي او له چاپېریال ساتنې ملي ادارې او اړونده ارګانونو سره به دوامداره همکاري کوي؛ ترڅو د هوا ککړتیا د راکمولو پلان په سمه توګه پلی شي.




t