ګوشته کې ۴۶۰ ماشومان له شاقه کورونو خلاص او ښوونځيو ته واستول شول

ګوشته کې ۴۶۰ ماشومان له شاقه کورونو خلاص او ښوونځيو ته واستول شول

ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د کار ټولنيزو چارو رياست له لوري د بشر خيريه مرستندويه ادارې په همکارۍ ۴۶۰ ماشومان، چې وړاندې يې شاقه کارونه کول ښوونځيو ته ور وپيژندل شول.
په همدې موخه په ګوشتې ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د مرستندويه ادارو مسئولينو، زده کوونکو او د هغوی والدينو ګډون کړی و.
د کار ټولنيزو چارو رياست د کار امر فضل هادي فضلزي وويل، چې دغه ماشومانو وړاندې په دې ولسوالۍ کې شاقه کارونه کول او له زده کړو څخه محروم و، چې د همکارو موسسو په مرسته يې نن رسماً په ښوونځي کې شامل کړل.
نوموړي وويل، چې پر يادو زده کوونکو قرطاسيه هم وویشل شوه او وخت پر وخت به يې پوښتنه او لاسنيوی کيږي، تر څو دوی د کار پر ځای زده کړې وکړي.
په دې غونډه کې همدا راز مسئولينو د بې سرپرسته او بېوزله ماشومانو ژوند، روزنې او تعليم ته د پاملرنې په برخه کې د هکاريو ډآډ څرګند کړ.




t