ننګرهار: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په مشرۍ فرهنګي بورډ جوړ شو

ننګرهار: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په مشرۍ فرهنګي بورډ جوړ شو

ننګرهار ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئیس رحيم الله خوږياڼي په مشرۍ د ادبي بهيرونو مشرانو او فرهنګي شخصيتونو غونډه وکړه.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د فرهنګي ارزښتونو په غوړېدا، کلتوري اصل ته په ژمنتيا او د فرهنګي حلقو او بهيرونو د ملاتړ په اهميت خبرې وکړې.

هغه وويل:

«موږ د فرهنګي دوستانو له ملاتړ پرته نيمګړي يو، موږ د فرهنګيانو مشورو او ملاتړ ته اړتيا لرو او ژمن يو چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست روانه فرهنګي بېړۍ له اوسني حالته راوباوسو.»

خوږياڼي زياته کړه:

«د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ټولو فرهنګيانو ګډ کور دی، دا کور به په ګډه جوړوو او ټول فرهنګي حرکتونه به تر يو چتر لاندې راولو، ارمان مو دا دی چې ټول په ګډه سره لاسونه ورکړو او د ادب او فرهنګ کور يو ځل بيا د فرهنګي ارزښتونو په ګاڼه سمبال کړو.»

په دې مشورتي ناسته کې د يو فرهنګي بورډ په جوړېدا هوکړه وشوه او توافق وشو، چې فرهنګي بورډ به د فرهنګي شخصيتونو او د ادبي بهیرونو له مشرانو جوړ وي.

په ناسته کې یو شمیر ګډونوالو خپل نظرونه په لاندې ډول څرګند کړل:

انجینر زهیر شينواري وويل:

«د اطلاعاتو او فرهنګ رياست بايد په لومړي قدم کې لوحو سمونې ته پاملرنه وکړي او ځېنې ناسمې ورسمې کړي. همدا راز دغه رياست بايد يو داسې معلوماتي کتاب چاپ کړي، چې د ننګرهار ټول فرهنګي تصوير له ځانه سره ولري او زموږ مشاهير او تاريخي ځايونه پکې معرفي شوي وي.»

ډاکټر اسدالله ښالېز وويل:

«د زړو رکشاګانو په ورکېدو سره د مبتزلو تصويرونو ستونزه راکمه شوې ده، خو اوس هم ډېر کار ته اړتيا ده، چې د ابتزال مخه يې ډب شي.»

د ايپسو ادارې همکارې عزيزې ښکلا وويل:

«زموږ اداره په رواني او کلتوري برخه کې کار کوي، موږ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره همکارۍ ته تيار يو.»

د خراسان پوهنتون استاد او د اصلاح ادبي بهیر مشر محمد ګلاب توحيديار وويل:

«د ځېنو راډيوګانو خپرونې داسې دي، چې څوک يې په کور کې د خپل فاميل له غړو سره نه شي اورېدلی، د دغه ابتزال مخه بايد ونيول شی او د خپرونو معياري کېدا ته کار وشي.»

د فرهنګ امر سيد امرالله اميد وويل:

«د نننۍ ناستې موخه دا وه، چې موږ له خپلو فرهنګي ملګرو نظريات واورو او د هغوی ملاتړ تر لاسه کړو، موږ به د فرهنګي ارزښتونو او ښاري تهذيب په اړه ويډيويي او غږيز تمثيلي وړې پارچې ثبت کړو او له رسنيو به وغواړو چې نشر يې کړي.

شاعر عزت الله ځواب وويل:

«د ښار يو شمېر واټونه د مشاهيرو په نومونو نومول شوي دی، پاتې واټونه هم بايد ونومول شي او د ښاري تهذيب په موخه بايد له ښاره ټولې اډې وايستل شي.»

صادق الله صادق وويل:

«د اطلاعاتو او فرهنګ رياست بايد د کتابونو چاپ ته هم پاملرنه وکړي، چې موږ ټولنې ته معياري کتاب وړاندې کړو.»

په بحث کې د افغان فلم مدير مجروح او د ننګرهار تیاتر استازي فضل الرحمن شمس د لوحو سمونې په اړه خپلې تجربې شريکې کړې.

د خيال ادبي بهیر استازي احمدزي هم د خپل بهیر په استازيتوب د بهیرونو تر منځ د تفاهم، يووالي او ملګرتيا په اصل خبرې وکړې او فرهنګيان یې ګډې همکارۍ ته راوبلل.

د ننګرهار د رسنیو مرکز وایي، په غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې د فرهنګي چارو د غوړېدا لپاره به ټول ادبي بهيرونه د يو مشورتي بورډ په توګه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره ګډ کار کوي.

په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس ښاغلي رحيم الله خوږياڼي د فرهنګي شخصيتونو او ادبي بهیرونو د مشرانو له ژمنو مننه وکړه او د دوی ملي احساس يې وستايه.

په دې مشورتي ناسته کې ژمنه وشوه، چې راتلونکې چهارشنبه به فرهنګي بورډ په ځېنو مهمو فرهنګي مسايلو بحث او خبرې ولري.



ادب اطلاعاتو کلتور راپور ننګرهار
t