هلمند کې د کرېکټ سيالۍ؛ اراکوزیا پوهنتون ودان ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه

هلمند کې د کرېکټ سيالۍ؛ اراکوزیا پوهنتون ودان ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه

دا ټورنمینټ د ګرېډ ټو تر نامه لاندي پیل سوی چې نن د ټورنمینټ شپږمه لوبه تر سره شوه.

ودان د لوبې پچه وګټل او توپ وهنه یې وکړه په ټاکلو ۱۸ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان و اراکوزیا پوهنتون ته د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.

د ودان لپاره په توپ وهنه کې صبغت الله ۴۸ او محمد نعیم ۴۰ منډې جوړي کړي.

د اراکوزیا لپاره په توپ اچونه کې بشیراحمد او احسان الله ۲-۲ دوه دوه او عبدالمالیک، جلیل احمد،عزت الله او نویداحمد ۱-۱ یو یو لوبغاړی وسوځوی.

اراکوزیا پوهنتون و لوبې ته ښه پیل ورکړ یاد هدف یې د ۷ لوبغاړو په زیان په ۱۶.۲ اوره کې پوره کړه.

د اراکوزیا پوهنتون لپاره په توپ وهنه کې احسان الله بارک ۵۴، خدایداد افغان ۲۸ منډي ترسره کړي.

د لوبي غوره لوبغاړی احسان الله بارک سو چې ۵۴ چټکي منډي او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.




t