اردو ژبی سندرغاړی علی ظفر په پښتو ژبه هم سندره ثبت کړه

اردو ژبی سندرغاړی علی ظفر په پښتو ژبه هم سندره ثبت کړه

د پاکستان د پنجابي ایالات سندرغاړی علی ظفر په پښتو ژبه یوه سندره ثبت کړې ده. هغه وايي غواړی نه یوازي په اردو ژبه بلکي په نورو ژبو هم سندری ووايي. علی ظفر د پاکستان د مشهور سندرغاړی تر څنګ یو وخت د بالیووډ نوموتي او تکړه فلمي اداکار هم و.

د پاکستان یاد وتلی هنرمند نه یوازي په پاکستان کي بلکي هندي سېنما بالیووډ کي هم ډېر مینه ‌وال لري او په هندوستان کي یې ډېري خلک سندري خوښوي. هغه د هند او پاکستان د جنجال مخکي په هندي فلمونو کي هم اداکاري کوله او هم يي د هندي فلمونو لپاره سندري ثبتولي.

د پاکستان د پنجاب یاد خوږ غږ لرونکی هنرمند په دې ورستیو کي د پاکستان د بلوچستان ایالات له یوې ۱۲ کلنې هنرمندې سره په ګډه د (لیلي او لیلي) په نوم سندره ثبت کړې ده، چي ډېرو زیاتو کسانو خوښه کړه. هغه اوس په خپل یوه تازه ټویټ کي هیله څرګنده کړې، چي غواړي د نورو برخو په اړه هم خپله وړتیا وښيي او زیاته کړې یې ده، که د نورو لپاره و نه ځلېږي ستوری نه‌ سی جوړېدای.

علی ظفر د اکټوبر په دویمه اوونۍ کي د پاکستان د بلوچستان ایالات د کویټې د یوي پښتو هنرمندې عروج فاطمې په نوم هنرمندې سره په کلاسیکي ډول یوه سندره ثبت کړه، چي مینه والو يي ډېره خوښه کړه او فاطمې هم ویلي دي، چي علی ظفر سره ګډه سندره ثبتول ورته د ویاړ خبره ده.

د پاکستان یاد خوږ ژبي سندرغاړی په بالیووډ فلمونو کي هم کار کړي دي او اوس هم هلته مینوال لري.

علی ظفر پاکستاني رسنیو سره خبرو کي ویلي دي، چي له (لیلي او لیلي‎) سندرې وروسته هیله لري، د نورو سیمو سندرې هم ثبت کړي او وايي چي غواړي پښتو هنرمندانو سره سندري ثبت کړي او دې سره خپله وړتیا وښيي.

پاته دي نه وي، چي پښتو ژبه یوه ډېره خوږه ژبه ده، له ده مخکي هم یو شمېر د نورو ژبو هنرمندانو په پښتو ژبه سندري ویلي دي. له دې مخکي د هند د پنجاب ایالات یو کوچني هنرمندې هم په پښتو ژبه سندري ویلي وي. د نورو ژبو زیات شمېر ویونکي هم پښتو ژبه خوښوي او یو شمېر يي په پښتو رواني خبري کولای سي.



بالیووډ فلمي نړۍ پاکستان سېنما
t