ننګرهار: د داعش او طالبانو ۷۸ کورني او بهرني غړي تسليم شول

ننګرهار: د داعش او طالبانو ۷۸ کورني او بهرني غړي تسليم شول

ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش او وسله والو طالبانو ۷۸ کورني او بهرني غړي تسليم شول.

چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت منسوبینو په هلو ځلو شپږ وسله وال طالبان د سولې بهیر سره یو ځای او د ښځو ماشومانو په ګډون د داعش ۷۲ غړي د خپلو وسلو سره تسليم شول.

د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل د لړم په دويمه په همدې موخه په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلي واحدي هم شتون درلود، رسنیو ته وویل، د ملي امنيت موظفينو په هڅو شپږ وسله وال طالبان سولې بهير سره يو ځای او اتلس داعش وسله وال د خپلو ۱۹ مېرمنو او ۳۵ ماشومانو سره ځانونه تسليم کړل.

نوموړي وويل، چې په تسليم شويو داعش وسله والو کې درې نارينه او درې ښځينه د اردن او يو نارينه او يوه مېرمن د پاکستان هېواد اتباع دي.

هغه زياته کړه، چې يادو وسله والو مخالفينو د دې ولايت په هسکې مېنې، بټي کوټ، اچين او غني خيلو ولسواليو کې فعاليت کوه او خپلې ۱۹ ميله وسلې او پنځه مخابرې يې هم حکومت ته د تسلميدو پر مهال سپارلي دي.

ده وويل، چې د امنيتي ادارو سره يې په همغږۍ د منظم پلان له مخې په ټولو هغو سيمو کې چې وسله والو مخالفينو فعاليت کوه عمليات تر سره کړل، چې له امله يې ګڼ شمېر وسله والو مخالفين وځپل شول او پاتې نور يې حکومت سره يو ځال شول.

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل: ((په دې ولايت مو د داعش وسله والو ټولې مالي او اکمالاتي سرچينې بندې کړي، په اچين او نورو سيمو کې عمليات په خورا جديت مخته روان دي؛ نو ځکه وسله وال مخالفين تسلميږي.))

نوموړي زيآته کړه، چې خوږياڼي، سره رود، لعلپوره او اچين ولسوالۍ له وسله والو مخالفينو پاکې شوي او په پاتې هغو سيمو کې به هم نظامي عمليات تر سره شي، چې په کې وسله وال مخالفين شتون لري.

ننګرهار والي وايي اچين ولسوالۍ يې له داعش وسله والو په بشپړ ډول پاکه کړې او اوس هلته امنيتي ځواکونه د ماينونو په لمنځه وړلو او په سيمه کې د دايمي ثبات په موخه د ورکړل شوي پلان له مخې فعاليتونه کوي.

د ملي امنيت رئيس ډګر جنرال نظر علي واحدي وويل، چې په دې ولايت کې نور داعش وسله وال شتون نلري او هغه کسان، چې په لرو پرتو سیمو کې پاتي ډېر ژر به تسلیم شي.

نوموړي وويل: (( څوک چې زمونږ په خاوره کې ظلم او وحشت کوي يا به د امنيتي ځواکونو له لوري وژل کيږي او يا به هم تسلميږي ځکه دوی نور د جګړې کولو توان نلري.))

د کنفرانس پر مهال د داعش يو اردني غړي مالک زاهد وويل، چې له اردن هېواد سره د خپلو دريو ملګرو او ميرمنو سره د ترکيې او ايران له لارې افغانستان ته په قاچاقي ډول جهاد کولو لپاره را وليږدول شول.

نوموړي وويل، چې دوی دلته وليدل، چې حکومتي مسئولين او ولسونه ټول مسلمانان دي، خلک لمونځونه کوي او دوی ته دوکه ورکړل شوې؛ نو ځکه حکومت ته تسليم شول.

عبدالمالک، چې د کونړ ولايت اوسيدونکی دی وايي، چې په اُغز کې يې د داعش وسله والو په ليکه کې فعاليت کوه او هملته يې واده هم وکړ، چې يوه لور لري.

نوموړي وويل، چې داعش وسله وال په شريعت برابر نه و او ډول – ډول ظلمونه يې کول، چې په پای کې يې خپلې مېرمنې سره حکومت ته تسليم شول.

د سردار والي په نوم د داعش يو بل غړي وويل، چې په اُغز کې يې داعش وسله والو سره تخريبي کړنې تر سره کولې، هلته ژوند ډېر سخت و او د خپلو کړنو څخه راضي نه و؛ ځکه تسليم شو.

نوموړي وويل، چې داعش وسله والو ليکو کې سلګونه بهرني اتباع فعاليت کوي، چې خپلو کورنيو سره راغلي دي او اوس پرې ډيره سختي راغلې، چې ډېر ژر به تسليم شي.

د وسله والو طالبان شپږ کسيز ګروپ قوماندان شيبر وويل، چې په هېواد کې بېلابېلو ډلو له لوري د افغانان وژنې روانې دي، دوی په دې وروستيو کې ظلمونو او غير قانوني کړنو حيران کړي و؛ نو ځکه د خپلو ملګرو سره سولې بهير سره يو ځای شو.

بايد وويل شي، چې تسليم شوې ښځې او ماشومان د پاليسۍ او افغاني دود له مخې رسنيو ته ونه ښودل شول.

د يادونې ده، چې په اچين ولسوالۍ کې د وروستيو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر داعش وسله وال ځپل شوي او پاتې نور ډلې – ډلې حکومت سره يو ځای کيږي، چې له تېرې يوې میاشتې راهیسې لسګونه وسله وال مخالفين تسليم شوي او دا لړۍ روانه ده.




t