په هېواد کې دښوونکو ورځ

په هېواد کې دښوونکو ورځ

دښوونکي نړيواله ورځ دتلې دمياشتې په ۱۳ مه نیټه هرکال په ټوله نړۍکې په بېلابېلوجشنونو، خوښيو او محفلونو سره لمانځنه يې کيږي. خو مخکې په افغانستان کې دښوونکو ورځ دغبرګولي دمياشتې په دريمه نيټه یادونه کیده ولې اوسمهال یاده ورځ دښوونکي دنړيوالې ورځې سره سم د تلې په میاشت کې لمانځل کيږي .
ښوونکى هغه څوک دى، چې دمور او پلار څخه وروسته په ټولنه کې د درناوي په دويم مقام کې ځای لري، ځکه ښوونکی زموږ د اولادونو په روزنه کې ستر رول لري، چې ټولنې ته لوړ لوړ شخصیتونه، کادري او مسلکي کسان روزي .
که دټولنې پرمختګونو ته ځيرشو . نو دا به جوته شي، چې ښوونکى دانسانيت دجوړښت او تمدن ځلانده ډيوه ده، کوم پرمختګونه، چې د نړۍ په هرڅنډکې لیدل کیږي او یا په خپلو سترګو يې وینو دا دښوونکي دزيار او زحمت ثمره ده، چې ښوونکى په خپل زيار زموږ او لادونه دزړه په وينو روزي پوهه، تربیه او علم ورزده کوي او پایله يې بیا د روزل شوي کسانو چې جوړونو او کشفیاتو ته مخه کړې او عملاٌيې وینو داد همدې ښوونکو برکتونه او زحمتونه دي .
دښوونکي مقام ته که د اسلام له نظره وګورو. نو څرګنده به شي، چې داسلام ستر لارښود حضرت محمد(ص) هم په دې وياړکړى او دايې خپل امت ته ويلې دي؛ چې زه لوى خداى(ج) تاسو ته ديو لارښود او ښوونکي په صفت راوليږلم او تاسو ته هغه لارې درښيم چې په هغې کې تاسو د دنيا او آخرت کاميابي وي .
بل ځاى کې بيا حضرت محمد (ص) فرمايې: هر هغه څوک چې یو چاته یو توری وروښوده، نوهغه د ورښودل شوي کس لارښود دی .
نو له دغه دواړو نبوي خبرو څرګندیږي، چې دښوونکي مقام په ټولنه کې له هرڅه ډير لوړ او اوچت دى او ښوونکی ده، چې دنړۍ لرو او پرتو سیمو ته دپوهې بلې ډیويې لیږدوي او تورې تیارې ورباندې رڼا کوي .
ښوونکی دانسان په ښوونه او روزنه کې سترلارښود او دانسانیت دجوړونکي لومړی شخص به وي، چې دخپلو ترلاسه کړي پوهه په زده کوونکو کاروي او زده کوونکي لوړو مرامونو ته رسوي.
بیاهم له دغو سترو توصیفونو، چې دښوونکي په اړه څومره پرې ولیکل شي بسنه يې کلونه کلونه هم نشي کیدای،خو زموږ په هېواد کې دغه قشر ته په درنه سترګه نه کتل کیږي او دولت هم ورته ځانګړې پاملرنه نه کوي، د ډیرو ښوونکو حقونه لاتراوسه نه دي ورکړل شوي .
بله خبره دا چې هغه زده کوونکي د دولسوکلونو د زده کړو په پایله کې چې دکانکور له لارې ټیټې نومرې ترلاسه کوي، بیاهغه دښوونکو روزنیزو مرکزونو ته پيژندل کیږي، باید په دې اړه اړونده اداره یوه منظمه طرحه جوړه کړي، چې کوم زده کوونکي دښوونکو روزنیزو مرکزو نوته ور وپیژني، ترڅو په ښوونیز نظام او د زده کوونکو دښې روزنې په پایله کې بدلون رامنځته شي .
دښوونکو حقونو ته پاملرنه په جدیت دټولوهېوادوالو غوښتنه ده، د دوی په معاشاتوکې زیاتوالی او داوسیدو ځایونه ورته په پام کې ونیول شي. په ټولنه کې دخلکو غلط او ناسم فکرونه اوچال چلند چې دښوونکي پروړاندې په سترګولیدل کیږي، بیا هغه وخت دغه کلتور له مینځه تللی شي، چې دښوونکي ټول حقونه دولتي اړونده اداره په نظرکې ونیسي، بیا نو ولسونه هم ښوونکي ته په درنه سترګه او په ټولنه کې لوړمقام ترلاسه کولی شي. په تیرو څو لسیزو جګړو کې ښوونکي هم ډیر زیانونه لیدلي، زموږ ډیری ښوونکي قرباني شوي، چې باید دهغوی پاتې کورنۍ دولت له یاده ونه باسي او ورسره هر اړخیزې مرستې ترسره کړي .
ددغې پرتمینې ورځې په مناسبت دلوګرخپرندویه اداره دهیواد ټولو او په ځانګړې ډول د لوګر ښوونکو ته د زړه له کومي مبارکي وایي او دوى ته د هوسا او آرام ژوند لرلو د لوى خداى (ج) له درباه غوښتنه کوي .
لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی



ليکني او ژباړي
t