د پوهنې ټکنی بهير؛ کندهار کې يې په اړه کنفرانس جوړ شو

د پوهنې ټکنی بهير؛ کندهار کې يې په اړه کنفرانس جوړ شو

په کندهار کې د پوهني د بهیر د پراختیا په موخه دوې ورځنی کنفرانس جوړ شو

دکندهار د پوهنې ریاست او ودان موسسي په نوښت او هڅو د پوهني د بهیر د پراختیا او د یاد بهیر سره د ولس د همږغۍ په موخه دوې ورځني کنفرانس جوړشو.

په یاد کنفرانس کې د ولایت مقام په ټولنیزو چارو کي د مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري ترڅنګ د ودان مؤسسې مشرتابه او غړو، د پوهني ریاست مسوولینو ، د پوهنتون استادانو، د یوشمیر ښوونځیو او د ولسوالیو د پوهني امرینو، د ښوونځیو د شوراګانو غړو، مدني فعالانو او ښوونکو ګډون درلود .

په پیل کي د ودان مؤسسې مشرتابه د یاد کنفرانس د جوړیدا په اړه معلومات وړاندي کړل او وویل زموږ موخه د یاد کنفرانس څخه په ښار او ولسوالیو کي د پوهنیز بهیر د کمیت کمېدا او د کیفیت د لوړیدا ترڅنګ د ولس او د اړوند ریاست ترمنځ د همږغۍ راوستل دي ترڅو وکولای شو د سیمو د مشرانو ځوانانو او مدني فعالانو په همکاری هغه ستونزي چي د یاد بهیر په مخکي پرتې دي په ګوته او د حل په موخه یې په همږغۍ سره ګام واخیستل شي ترڅو یو وړ زده کړیز بهیر مو رامنځته کړی وي .دغه راز به د یاد کنفرانس په لړ کي ولس ته د حساب ورکوني، مدني حرکاتو، شفافیت، د بودیجې د استعمال او ځینو نورو اړوند موضوعاتو په اړه معلومات وړاندي شي.

وروسته مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري خبري وکړې او خوښي یې څرګنده کړل چي د پوهنیز بهیر د پراختیا او د ولس د ملاتړ په موخه یاد کنفرانس جوړ شوی دی نوموړي هیله څرګنده کړل ترڅو نور هم په ښار او ولسوالیو کي ورته ګامونه واخیستل شي ترڅو پر پوهنیز بهیر د ولس د باور ترڅنګ د هغوی ملاتړ ترلاسه شوي وي .

وروسته په وار سره د پوهنتونونو استادانو او د پوهني ریاست د نشراتو د مدیر لخوا هغه فریزینټیشنونه چي د بیلا بیلو موضوعاتو په تړاو جوړ سوي وه ګډون کوونکو ته وړاندي شول او همدا راز ولس ته د حساب ورکړي په موخه د نشراتو د مدیر نظرمحمد صمیمي لخوا د ګډون کوونکو هغه سوالونوته چي د پوهني په برخه کي یې درلودل په مخامخ توګه جواب ورکړل شوه.




t