ولسمشر غني محصلينو ته: ګډو فرهنګي پیوندونو موږ په خوښۍ او غم کې متحد کړي یوو

ولسمشر غني محصلينو ته: ګډو فرهنګي پیوندونو موږ په خوښۍ او غم کې متحد کړي یوو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني جاپان ته د خپل سفر پر مهال نن په پلازمېنه توکیو کې د نیتي دای ورزشي علومو پوهنتون کې محصلینو او استادانو، یو شمېر دیپلوماتانو او د جاپان حکومتي مقاماتو ته په خطاب کې وینا وکړه.

په دغه وینا کې جمهوررئیس وویل، زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د چاپان د نوي امپراتور د تاجګذارۍ په مراسمو کې ګډون کوم او هیله لرم جاپان په دغه نوې دوره کې زرګونه کلونه په سوله او هوساینه کې تېر کړي.

جمهوررئیس دغه راز په جاپان کې د وروستي توفان د قربانیانو په خاطر د خپلې همدردۍ مراتب څرګند او وې ویل، فرهنګي مشترکاتو د دواړو هیوادونو خلک له کلونو راهیسي سره پیوند کړي دي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه: ګډو فرهنګي پیوندونو، موږ په خوښۍ او غم کې سره متحد کړي یوو او هیله لرم خوښي مو پر غم غالبه واوسي.

جمهوررئیس غني د نیتي دای ورزشي پوهنتون رهبرۍ څخه د دغه پوهنتون له محصلینو سره د ملاقات د زمینې برابرولو او دغه راز د افغان-جاپان دوستۍ مجتمع د ایجاد په خاطر مننه وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د نږدې والي او پراختیا لپاره یې ګټوره وبلله.

جمهوررئیس له افغانستان سره د جاپان د دوامداره مرستو مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان لپاره د جاپان مرستې پر موقع، مؤثرې، مثمرې او شفافه وې. دغه راز له ۲۰۰۱ کال راوروسته چې په افغانستان کې نوی حکومت ایجاد شو، جاپان لومړنی هیواد وو چې د افغانستان په اړه یې د توکیو لومړني کنفرانس کوربتوب وکړ.

جمهوررئیس غني د بشري پانګې ارزښت ته په اشارې وویل: هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې د ایجاد په لټه کې یوو، هغه بشري پانګه ده. هغه زیاته کړه له بشري پانګې پرته له طبیعي پانګې څخه استفاده نه کېږي او په دې برخه کې د زیاتې پانګونې اړتیا ده.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، جاپان د ښوونې او روزنې او تحصیلاتو له لارې له افغانستان سره د بشري پانګې د پیاوړتیا په برخه کې همکاري کولای شي. هغه زیاته کړه، ټیمي کار، همغږي او د کار په طریقه متمرکزه رهبري د جاپان د تحصیلي نظام له ځانګړنو څخه دي.

جمهوررئیس غني دغه راز وویل، موږ افغان کوچنیانو او ځوانانو ته د تعلیم او تحصیل د زمینې برابرولو په لټه کې یوو او هیله لرم د بشري پانګې د ایجاد په برخه کې ستاسې مرسته ولرو.

د هیواد جمهوررئیس له وینا وروسته په داسې حال کې چې د نیتي دای ورزشي علومو پوهنتون رئیس او یو شمېر استادانو یې ملتیا کوله، د یاد پوهنتون په انګړ کې یو نیالګی کېښود.




t