جلال اباد کې ځوانانو د پاکۍ اشر تر سره کړ

جلال اباد کې ځوانانو د پاکۍ اشر تر سره کړ

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ځوانانو چارو امریت له لوري سراج العمارت بڼ کې د ښار پاکۍ اشر ترسره شو.
په یاد اشر کې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحيم الله خوږياڼي په ګډون لسګونو رضاکاره ځوانانو ، مدنی فعالانو هم برخه درلوده، چې په ترڅ کې یې یاد بڼ له خځلو او کثافاتو پاک شو.
د اطلاعاتو فرهنګ رئیس او ځوانانو پر ښاريانو غږ وکړ، چې ښار د ټولو ګډ کور دی او په پاک ساتنه کې يې ټول یو ډول مسؤلیت اداء کړي.
د اطلاعاتو فرهنګ رئيس وايي، چې له دې کمپاين څخه يې موخه د پاکۍ فرهنګ ته د ښاريانو پاملرنې زياتول دي، ترڅو خپل ښار پاک وساتو او نورو ته د تهذیب نمونه و اوسو.




t