پر دوه زره جريبه ځمکه د خزاني موسم د مېوو باغونه جوړېږي

پر دوه زره جريبه ځمکه د خزاني موسم د مېوو باغونه جوړېږي

د ننګرهار ولايت کرنې رياست له لورې د دغه ولايت مختلفو ولسواليو په دوه زره جريبه ځمکه کې د خزاني موسم د ميوو باغونه جوړيږي.
د يادو باغونو د جوړېدو پرانسته د لړم په ۲مه د دغه ولايت د کرنې رياست د ميکانيزې په اداره کې د څو ونو په کېنولو وشوه.
مسئولین وايي، په دغه دوه زره جريبه ځمکه کې به نږدې دوه سوه زره د ستروسو او نورو مېوو نيالګي وکرل شي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انجينر سميع الله نصرت په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې وويل، پخوا داسې فکر کېده چې نيالګي يوازې په پسرلي موسم کې کېږي؛ خو اوس د کرنې نويو څېړنو ثابته کړې چې د خزان په موسم کې هم نيالګي کرل کېدلی او تر نورو ښه حاصل ورکولی شي.
دی وايي، همدې چارې ته په کتو د CBARD برنامې په چوکاټ کې د دغه ولايت د دوو ولسواليو په دوه زره جريبه ځمکو کې د خزاني موسم د مېوو باغونه جوړيږي.
د هغه په وينا په دغو ځمکو کې به ۱۹۴زره نيالګي وکرل شي چې لومړيتوب به يې شپږو هغو ولسواليو ته ورکول کېږي چې له جګړو تازه رابهر شوي او تر ډيره ورته د بيارغونې او مالدارۍ برخه کې کار نه دی شوی.
کروندګر که څه هم د نورو حاصلاتو او فصلونو په پرتله د باغونو جوړېده ډير ګټور ګڼي؛ خو وايي، حاصلاتو د بازار موندنې برخې ته هم کار وکړي.
د روداتو ولسوالۍ کروندګر امين الله چې تازه ورته د ستروسو د خزاني باغ جوړېدو زمينه برابره شوې وايي، پخوا به کروندګر يوازې د غنمو او جوارو فصل ته کال تېروه خو اوس د باغونو په جوړېدو هم له باغونو ګټه اخلي او هم له نورو فصلونو څخه په کې ګټه اخېستل کېږي.
د کوټ ولسوالۍ کروندګر او قومي مشر اميرجان کوټوال نيوکه کوي چې ننګرهار کې ډير باغونه جوړ شوي او هم نورو سبزيجاتو ښه حاصلات ورکړي خو د بازار برخې ته يې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
دی وايي، که د باغونو د جوړېدو او حاصلاتو د ښه کېدو تر څنګ يې بازار ته هم پاملرنه وشي نو ننګرهار کې به د کروندګرو اقتصاد لوړ، زراعت به پرمختللی او د بهرنيو هيوادونو له وارداتو به هیوادوال خلاص شي.
چارواکي وايي، د خزاني موسم د باغونو د جوړېدو لويه موخه په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت مخنيوی او د حلالو فصلونو زمينه برابرول دي.




t