غزني: ولايتي روغتون په دویم ځل کبيره جراحي عملياتونه وکړل

غزني: ولايتي روغتون په دویم ځل کبيره جراحي عملياتونه وکړل

د غزني ولايت په ولايتي روغتون کې تيره شپه د دوهم ځل لپاره کبيره(غټ) جراحي عملياتونه پر ۲۱ ناروغانو په برياليتوب سره ترسره شول.
په يادو عملياتونو کې د پښتورګو د تيږي، د تخمدان سيسټونه، د چوره بيلابيل ډولونه، د تريخي د تيږي، سزارين سکشن، اپنډکس او اورتوپيدي شامل وو.
په يادو ناروغانو کې د غزني ترڅنګ د پکتيکا، ﺯابل، لوګر او ميدان وردګ ولايت ناروغ اوسيدونکي هم شامل وو.
د يادولو وړ ده چې مخکي به د امکاناتو او متخصصينو د نشتون له کبله د غزني په ولايتي روغتون کې يواځي عادي عملياتونه ترسره کيدل.




t