کرملین ماڼۍ: د ولسمشر پوتین پرځای ناستي فکر نه کوو

کرملین ماڼۍ: د ولسمشر پوتین پرځای ناستي فکر نه کوو

د روسیې ولسمشریزې ماڼۍ( کرملین) هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل ځای ناستي ټاکلو په اړه فکر او مشورې کوي.

د نوموړي ویاند دیمیتری پسکوف ویلي: په دې اړه هیڅ فکر او مشوره نه ده روانه.

د هغه په خبره ولسمشر پوتین لا د خپلې ولسمشرۍ په اوایلو کې دی او اړتیا نشته، چې پر ځای ناستي ټاکلو فکر وکړي.




t