په ژوند کي دا ۸ تېروتني مه کوئ!

په ژوند کي دا ۸ تېروتني مه کوئ!

موږ هغه غلطۍ هم بیا بیا تکراروو، چي د اصلاح وړ دي. خو که ځیني ستونزي او تېروتني تر خپل حد زیاتي صرفنظر کړلي سي، جدی او لا زیاتي ستونزمني کېږي. په همدې خاطر، دا نن د مکرراتو له تکراره پرهېز وکړئ. موږ لاندي د ځینو رایجو تېروتنو يادوني او ورسره ئې د حل لارو سپارښتني درته کوو:
بې پلان واله او بې تفاوتي:
تاسي به هم ليدلي وي، ځیني کسان علاقه لري، تمايل لري، خو بيا هم بې پلانه او بې تفاوته وي، ولي؟ کېدای سي ووایاست چي دوئ ټنبلان او لټان دي او کارونه ځکه ځنډوي چي له اجراء کولو سره ئې علاقمندي نه لري. خو داسي نه دي؛ هغوی چي د نن کارونه سبا ته پرېږدي تر ډېره بيرته خپل کارونه کوي هم – سمه ده چي په آخرو شېبو کي او د زيات فشار سره مله وي.
د کافي مطالعې نستوالی:
داسي ښکاري چي مجازي نړۍ او انټرنیټي فضاء له ډېرو افرادو اختیار اخيستی دئ. افراد د خپل ورځني ژوند زیاته او مهمه برخه په دې رنګارنګه خو کم فایدې نړۍ کي تېروي او په پای کي هیڅ عاید هم په لاس نه ورځي. لکه مجازي نړۍ چي د مطالعې، د حضوري لیده کاتو او حتا د خپلوانو او دوستانو سره د یوې لنډي تلفوني مکالمې وخت – له ډېرو خلکو څخه اخیستی دئ.

بد غذايي عادتونه:
ناسالم او زیات پرُکالري خوراکونه د ټولني د زیاتو کسانو د چاغېدو او روغتیا د زیانمنېدو سبب سوي دي. وازده لرونکي، پُرکالري، سره کړي، فاسټ فوډ خوراکونه او له خپل سنتي غذايي فرهنګه لېري کېدل، نن سبا د ډېرو کسانو د ژوند سبک ګرځېدلی دئ. د غذا له دې سبکه زیاته استفاده ستاسي صحت زيانمنوي او پر جسماني روغتیا سربېره مو له خپل ظاهره ناراضه کوي او ور سره سم مو روحي سلامتيا هم د ګواښ سره مخامخوي.
د مالي پلان جوړوني نستوالی او مصرفونه:
لګښت او مصرف يو داسي سبک دئ چي په دغو وروستیو کلونو کي د خورا زياتو کسانو په منځ کي رواج سوی دئ. که دغه کړنه او سبک په سهی ډول مدیریت نه کړل سي، له شک او ځنډ پرته چي د فرد او کورنۍ له پاره بدي پایلي لري. نو په کار ده چي همېشه د خپل مالي توان سره سم لګښت وکړل سي؛ دغه یاني د خپلي شړۍ سره سمي پښې وغځولي سي. همدارنګه مالي پلان جوړ کړئ او تر خپلي اړتيا زيات لګښت مه کوئ. حتی که تاسي مالي ملاتړي هم ولرئ، بیا هم زيات لګښت مه کوئ ځکه چي بالاخره تاسي په يوه مصرف ګرا کس بدلېږئ چي پر مالي وضعیت کنټرول نه لرئ او که مالي حمايت درڅخه واخیستل سي نو بيا د ماتي او ناهیلۍ احساس کوئ.

له نورو مرسته نه غوښتل:
دا سمه ده چي خپلواکیت همېشه ارزښتمن دي خو پر خاصو او بحراني موقعو باندي له نورو د کومک او مرستي طلب هم د خپلواک اوسېدو يوه برخه ده. متاسفانه ځیني کسان له نورو مرسته پر نورو باندي د خپلو اوږو پېټی بولي او يا له نورو د محاکمه کېدو بېرېږي او يا هم په دغه باور وي چي په یوازي ځان ورپېښي ستونزي حلولای سي، نو ځکه له نورو د کومک غوښتنه نه کوي. دغه طبقه خلک هېروي چي د دوئ پر خپلو وړتیاوو د دغه افراطي باور لرلو په خاطر، دوئ د ستونزو له دقیقي ارزیابۍ او هغوی ته له حللارو موندلو پاته کېږي.
پر شخصي او فردي وړتیاوو سترګي پټول:
د هر انسان له پاره تر هرڅه دمخه بویه چي ځان وپېژني. له ځان پېژندني پرته انسان ته هیڅ څیز هم آشنا نه وي او نه هم هیڅ پلان ورته مثمر او ګټور وي. ښايي د ډېری کسانو دغه مشکل وي، چي له خپلو وړتياوو ئې سترګي پټي کړي دي او یو توَکلي ژوند ئې رهي کړی دئ. دغه موضوع ددې سبب ګرځي چي له ژونده ناخوښ او ناراضه کېږي.
ټولنیز فشار منل:
زموږ په ټولنه کي متاسفانه بايد ووایم، چي ډېری خلکو مو ژوند د دوئ په خپله خوښه نه، بلکي د ټولنیز فشار او د شاوخوا کسانو د هیلو او ټولنیزو خپرونو پر بنسټ رهی کړی وي. بناً کوښښ وکړئ چي ژوند د شاوخوا کسانو د هيلو پر آساس نه، بلکي د خپلو څرګندو اړتياوو له مخي وکړئ.
په نوي کال کي د سالم ژوند تګلاره:
زموږ په ټولنه کي يوه بله تېروتنه دا ده، چي خلک د نوي کال له شروع سره سم خورا زیاتي پرېکړي کوي او تر دې پوري چي څو ورځي پرله پسې کوښښ کوي چي د يادو پرېکړو له مخي خپل ژوند پرمخ بوزي. کېدای سي تاسي هم دا کار کړی وي، خو بالاخره مو ماته خوړلې یا تر څو ورځو وروسته مو هېر سوي دي چي څه مو غوښتل او څنګه پرېکړه مو کړې وه.
خو تاسي کولای سئ چي له همدې ورځي/میاشتي/کاله هرڅه متفاوت وکړئ. خپل وزرونه وغوړوئ او الوت شروع کړئ. خپل ذهن ته وده ورکړئ، او د خپل ژوند لوړ او مهم عادات جوړ کړئ. خپل د خوښي عادتونو پر څنګ چي لری ئې، کوښښ وکئ چي په دغه نوي کال کي څو ناخوښ عادتونه اصلاح کړئ او لاندي ټکو ته پاملرنه وکړئ:

کافي او پر وخت خوب وکړئ
ځيني کسان خوب ته هیڅ پاملرنه نه کوي، ځکه خو همېشه ستړي، خسته، او ستومانه وي جسماً او روحاً له جدی زيان سره مخامخ وي. بناً همېشه کوښښ کوئ چي په ۲۴ ساعتونو کي ۶ الی ۸ ساعته بيده سئ. د وجود بيولوژيک ساعت مو داسي تنظیم کړئ چي پر وخت د خوب له پاره بسترې ته ولاړ سئ او له ناوخته تلو او بیا د ورځي له لوري د خوب له پوره کولو څخه پرهېز وکړئ.
 خپلي تغذیې ته مو پام وکړئ
مناسب او د تعادل په حد کي خوراک وکړئ. له چربي او غیر ضروري خواړو څخه پرهېز وکړئ چي هغه یوازي ستاسي د چاغېدو سبب کېږي. په خپل غذايي رژیم کي زیاتي اوبه چښل، د لبنياتو استعمال، مېوه او سبزیجات خوړل مه هېروئ.
 په منظم ډول ورزش وکړئ
هر ډول بدني فعاليت مو ذهن او جسم دواړه پياوړي کوي. منظم ورزش کوونکي کسان د سالم ذهن او بدن درلودونکي وي. کور يا کارځای ته نژدې کلب ته ورسئ او د ژوند تر پایه مو ورزش کول د ځان عادت جوړ کړئ.
 سټريس او فشار مو قابو کړئ
د خپلو ټولنیزو فعالیتونو او تحصیلي ژوند ترمنځ مو توازن غوره کړئ. کوښښ وکړئ چي د خپلو ظرفيتونو او وړتياوو مطابق مسئوليتونه پر غاړه واخلئ، چي وکولای سئ په ښه ډول هغوی اجراء کړئ. هرکله چي د ستونزي سره مخامخ سواست له کورنۍ او نژدې دوستانو څخه مو مرسته وغواړئ او په یوازیتوب سره د هغوی د حلولو کوښښ مه کوئ. د سټریس قابو کول زده کړئ او مه پرېږدئ چي سټریس درباندي زور سي.

 معنویت مه هېروئ
که غواړئ چي لا زيات سکون حاصل کړئ، معنوي اړیکي مه هېروئ. یاني د خدای ج له نهايي زیات قدرته مرسته غوښتل مو د ځان عادت جوړ کړئ. انسان په دعا او له خدای ج سره په راز و نیاز کولو سره سکون حاصلوي او هيلي ئې غوړېږي.
 له شاوخوا کسانو څخه مرسته وغواړئ
له نورو مرسته او کومک غوښتل د کمزورۍ او محتاجۍ صفت يا نښه نه ده. يوازي په دې معنا دي چي موږ په یوه مشخص وخت کي او د یوه خاص مشکل د حل له پاره – له نورو څخه د مرستي غوښتلو ته اړ یوو او دا د دې څرګندونه کوي، چي موږ صحیح او منطقي پوهه لرو چي بشپړ نه یوو او باید د ځینو کارو له پاره له نورو مرسته او کومک وغواړو.

ژباړه: نور احمد فضلي



بد عادتونه ژوند
t