د خوست کلوب لوبډلې د «قهرمان ټورنمنټ» اتلولي وګټله

د خوست کلوب لوبډلې د «قهرمان ټورنمنټ» اتلولي وګټله

د خوست فوټبال فدراسیون په دغه ولایت کې د قهرمان په نامه فوټبال ټورنمنټ پيل کړی و، چې د کلوب لوبډلې په اتلولۍ د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۳۰ پای ته ورسېد.

د دغه ټورنمنټ پایلوبې ته کلوب او متون بابا لوبډلو لاره پيدا کړې وه، چې ۴ – ۰ په توپير کلوب لوبډلې سیاله لوبډله له مخې لرې کړه او اتلولي يې وګټله.

د یادو شویو سیالیو د پایلوبې لیدو ته د خوست فوټبال فدراسیون کارکوونکي، آمر عزیزالرحمن ملنګ، فوټبال مینه وال او فوټبال لوبغاړي راغلي وو.

د قهرمان ټورنمنټ پایلوبې مراسم اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته د جایزو او ډالیو په ورکړې پای ته ورسېدل.



خوست فوټبال
t