جلال اباد: د تبلیغیانو کلنۍ اجتماع پیل شوه

جلال اباد: د تبلیغیانو کلنۍ اجتماع پیل شوه

ِننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د هیواد او سیمې په کچه د تبلیغیانو ستره کلنۍ اجتماع د زرګونو مسلمانانو په شتون سره پيل شوه.
په دې کلنۍ اجتماع کې به د هېواد د ۳۴ ولایتونو سربېره د بنګله دېش، هند او له نورو ګاونډیو هېوادونو څخه لوی او مشهوره عالمان برخه واخلي چې پکې به هېواد لپاره د سولې په اړه هم دعاوې وشي.
د هېواد او نړۍ له بیلا بیلو سیمو څخه د جلال اباد کلنۍ اجتماع ته راغلو علماؤ کرامو وویل”چې په دې اجتماء کې به د هند او بنګله دېش علماء په ډیرو مهمو موضوعاتو خپل بحثونه او بیانونه وړاندې کړي.
دا اجتماع نږدې درې ورځې دوام کوي چې د تلې تر پنځمې نېټې پورې به دوام وکړي عمومي او وروستۍ دعاء به یې هم د یکشنبې په ورځ سهار لس بجې ترسره شي.
دې لویې اجتماع لپاره نن د غرمې وړاندې مشورتي غونډه نیول شوې وه، علماء او تبلیغیان په ډاډ سره وایي، دوی دې ته اماده دي چې یاده اجتماع په ارامه فضا او په ډیره ښه توګه پیل او پای ته ورسوي.
په دې اجتماع کې د لګښتونو په تړاو تبلیغیان وایي چې دوی په خپله په غاړه اخیستي دي، څو د تل په څېر د خپلو ولایتونو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راغلو علماؤ خدمت وکړي او ارامه فضا ورته برابره کړي.
په جلال اباد ښار کې د تبلیغیانوله ډلې یار محمد خادم وايي، چې دوی هر کال په ډیری ولایتونو کې لوې او پراخې اجتماع ګانې لري، خو د جلال اباد په شان ستره اجتماع په یو ځای کې هم شتون نلري چې دلته تقریبآ تر دوه سوو زرو پورې کسان ګډون کوي.
نوموړی زیاتوي، له یادې اجتماع وروسته به ګډونوال له مرکز څخه نورو سیمو ته د تبلیغ کولو لپاره تشکیل شي چې په ترتیب سره به څوک درې، لس، مياشت او څوک څلویښت ورځې بیا کال او بیا د ټول عمر لپاره دعوت تبلیغ لپاره ووځي.
دوی زیاتوي، اسلام د سولې، امن، مینې ښېګڼې او یوبل سره د مینې او ورورولۍ دین دی، نو له همدې امله د اسلام دین ټینګول او نورو ته رسول د هر مسلمان مسئولیت دی چې په ترتیب سره به يې دوی هغو سیمو ته هم ورسوي چې له اسلام دین څخه بې برخې دي.
نوموړی زیاتوي، د یادې اجتماع په وروستۍ ورځ یکشنبه به د لسګونو زرو مسلمانانو د دعا په برکت په هېواد کې د سولې او امن لپاره لاسونه لپه شي،څو د ورو وژنې او د هېواد ورانولو لړۍ پای ته ورسېږي.
د یادولو ده تېر کال هم درې ورځنۍ کلنۍ اجتماع هېواد کې د سر تاسري سولې د ټېنګښت او امن د راتګ په دعا سره، چې شاوخوا پکې دوه سوه زرو کسانو ګډون کړی وو پای ته رسېدلې وه.




t