جنرال چمتو خاورو ته وسپارل شو

جنرال چمتو خاورو ته وسپارل شو

د بادغيس امنيه قوماندان شهيد جنرال شريف الله چمتو د جنازې لمونځ د لړم په درېيمه د جلال اباد په شیرزي لوبغالي کې د ځانګړو نظامي مراسمو په ترڅ کې اداء او جسد يې د چکنوريو سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د جنازې په مراسمو کې ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، لغمان والي محمد اصف ننګ، د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالهادي ترين، د سرحدي ځواکونو قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل، د ولایتي شورا غړو، ملکي او نظامي چارواکو، قومي مخورو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د شهيد جنرال شريف الله چمتو په وفات کېدو خواشیني وښوده او زیاته يې کړه ارواښاد د ملي پولیسو پياوړی، په هېواد مین، او خپلې دندې ته ژمن جنرال و، چې د عمر زیاته برخه يې د هېواد او ولسونو د خدمت په برخه کې تیره کړه.
نوموړي د شهيد جنرال شريف الله چمتو مړينه د ملي پولیسو په لیکو کې ستره ضایع وبلله مرحوم ته يې د الله پاک له درباره د فردوس جنت او کورنیو غړو ته يې د جمیل صبر هیله وکړه .
هغه زياته کړه، چې د هېواد دښمانان هره ورځ په بېلابېلو پېښو کې زمونږ کدرونه په شهادت رسوي، چې دا د هېواد ټولو وګړو سره دښمني ده.
ده وويل، چې په دې ولايت کې دښمن ځپل شوی او د دايمي ثبات او امنيت په موخه مو په پراخه کچه هڅې پيل کړي دي.
ننګرهار والي همدا راز وويل، چې حق تل پاتې کېدونکی دی او له ولسونو يې غوښتنه وکړه، چې خپلمنځي اتحاد وکړي، ترڅو په برحقه مبارزه کې تل لپاره بريالي پاتي شو.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين وويل، چې جنرال شريف الله چمتو ملي سرمايه وه او شهادت يې په پوځي برخه کې لويه ضایعه ده.
نوموړي له علماء کرامو غوښتنه وکړه، ترڅو د وسله والو مخالفينو وحشت د اسلام مبارک دين له نظره ولسونو ته تشريح کړي او د دوی د ناروا کړنې تحريم کړي.
د بادغيس ولايت ولسونو په استازۍ يوه ځوان خبرې وکړې، شهيد جنرال شريف الله چمتو يې خدمتګار او پر ولس مين منسوب ياد کړ او د ياد ولايت ولسونو د تسليت او ډاډګيرنې مراتب يې شريک کړل.
په پای کې ټولو ګډونوالو شهيد جنرال شريف الله چمتو ته د الله ج په دربار کې د مغفرت او کورنيو غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
همدا راز ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د شهيد جنرال شريف الله چمتو کوچني زامن د تسليت او ډاډګيرنې په موخه په غيږ کې ونيول او ورته يې د صبر او استقامت هيله وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د بادغيس ولايت امنيه قومندان شريف الله چمتو تېره ورځ د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې په يو تروريستي بريد کې په شهادت ورسيد، د نوموړي د جنازې لمونځ د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې تر اداء کېدو وروسته د چکنوريو په سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.




t