هلمند والي لوبغاړو ته مېلمستیا ورکړه

هلمند والي لوبغاړو ته مېلمستیا ورکړه

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان نن جمعه د تکواندو او فوټ بال فدراسيونونو مسولينو او لوبغاړو ته د غرمنۍ ميلمستيا په ترڅ کې ورزشکاران د سولې او يوووالي تر ټولو سفيران ياد کړل او ټينګار يې وکړ، چې ولايتي اداره د لوبو برخه حمايه کوي.
په دغه ناسته کې چې د هلمند ترڅنګ د کندهار او فراه ولايتونو د تکواندو لوبغاړو او د فدراسيونونو مسولينو هم شتون درلود، هلمند والي وويل لوبې د سالمې روغتيا تضمين ترڅنګ په ولسونو کې د پيوستون او يووالي تر ټولو ښه وسيله ده.
د تکواندو لوبې چي د هلمند، کندهار او فراه ولايتونو ترمنځ ترسره شوه، لومړی مقام هلمند، دوهم کندهار او دريم فراه ولايتونو ترلاسه کړل.
همدارنګه د بدني روزنې ادارې لخوا د هلمند لوبڅارانو ته پنځه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو، چې نن پرې د هلمند والي له لوري بری ليکونه وويشل شول.




t