روسیې افریقا ته ۲۰ میلیارده ډالره وبښل

روسیې افریقا ته ۲۰ میلیارده ډالره وبښل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین افریقایي هیوادونو ته خپل شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالره پورونه بښلي.

د روسي چارواکو په وینا دا پورونه یې له دغو هیوادونو سره د حسن نیت په ډول بښلي.

 روسیه په وروستیو کې زیاته هڅه کوي، چې په افریقا کې د امریکا پر وړاندې خپل نفوذ زیات او خپل نړیوال ملاتړ پياوړی کړي.

د هغو هېوادونو نومونه مشخص شوي نه دي، چې د روسیې بورونه ور باندې وو او اوس ور بښل شوي دي.




t