فضل الرحمان: د پارلمان ګڼ غړي به زموږ په غوښتنه استعفا وکړي

فضل الرحمان: د پارلمان ګڼ غړي به زموږ په غوښتنه استعفا وکړي

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي، چې د دغه هیواد د ملي شورا یا پارلمان ګڼ غړي به د دوی په غوښتنه زر استعفاوې وکړي.

د ده په وینا له دې سره به د اوسني حکومت مشروعیت ختم او د زر ترسره کیدونکو ټاکنو زمینه مساعده شي.

د پاکستان حکومت بیا دا خبره رد کړې ده.

فضل الرحمان او د حکومت یو شمیر نور مقتدر مخالف ګوندونه د حکومت د پرځولو لپاره د لویو لاریونونو تیاری نیسي، چې په غبرګون کې یې د دوی یو شمیر کسان پولیسو نیولي دي.




t