پاکستاني پولیسو د نواز شریف زوم نیولی

پاکستاني پولیسو د نواز شریف زوم نیولی

د پاکستان پولیسو د دغه هیواد د پخواني صدراعظم نواز شریف زوم محمد صفدر نیولی.

ویل شوي، چې هغه د تفرقې اچونکو څرګندونو په تور نیول شوی.

د پولیسو په وینا صفدر د نیول کیدو پر وخت پولیسو سره نښته هم کړې، چې د دې پوښتنه به هم ورڅخه وکړي.

محمد صفدر د نواز شریف د لور مریم نواز د ژوند ملګری دی.

شریف د فساد په تور بندي دی، چې څو ورځې مخکې د بد روغتیايي وضعیت له کبله زندان نه روغتون ته ولیږدول شو.




t