ایراني او هندي مشرانو د اړیکو پر دوام ټینګار کړی

ایراني او هندي مشرانو د اړیکو پر دوام ټینګار کړی

د ایران ولسمشر محمد حسن روحاني په  آذربایجان کې د یوې سیمه ییزې غونډې ترڅنګ د هند له مرستیال ولسمشر ونکایا نایدو سره لیدلي.

ایراني رسنۍ وایي په لیدنه کې هندوستان له ایران سره د خپلو اړیکو پر دوام ټینګار کړی.

په وروستیو کې هند له ایران څخه د نفتو د پیرلو په سر د امریکا له سخت مخالفت سره مخ دی.

خو هند وایي خپلې ملي ګټې او ښې سیمه ییزې اړیکې ورته مهمې دي.




t