افغان ولسمشر د مالیزیا له لومړي وزیر سره لیدلي

افغان ولسمشر د مالیزیا له لومړي وزیر سره لیدلي

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د عدم انسلاک د غورځنګ د غړو هېوادونو د مشرانو د اتلسمې غونډې په حاشیه کې، پرون ماښام د مالیزیا له صدراعظم مهاتیر محمد سره وکتل.

سرچینه وايي، په دغه کتنه کې، دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا، اقتصادي انکشاف او سولې په اړه خبرې وکړې.

د لیدنې بشپړ جزیات لا نه دي په ډاګه شوي.



اندونیزیا لیدنه ولسمشر غني
t