عمران خان: کاشکې فارسي مې زده وای

عمران خان: کاشکې فارسي مې زده وای

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، کاشکې فارسي یې زده وای.
د ایران د ولسمشر حسن روحاني د دفتر یوه مقام ویلي: عمران خان دا خبره له حسن روحاني سره د یوې لیدنې پر وخت کړې.
عمران خان زیاته کړې: کاشکې له خپلې کرماني الاصله مور څخه مې فارسي زده کړې وای.
هغه څو ځله فارسي د لرغوني فرهنګ ژبه ګڼلې او په درناوي یې یاده کړې.
پاکستاني صدراعظم چې اصلا پښتون دی، په پښتو ډیر کم غږیدلی.




t