فلمي ستورې سارا خان د خپل واده خبر رد کړ

فلمي ستورې سارا خان د خپل واده خبر رد کړ

د پاکستان نوموتي او ښکلې ستورې سارا خان وروسته له هغه سخت غبرګون وښود، چي څو ورځي مخکي د ټولنیزو رسنیو د کارونکو او د پاکستان د یو شمېر رسنیو له لوري د هغې د واده خبرونه خپاره سول.

وروسته له هغه چي رسنیو د پاکستان د فلم ستورې سارا خان د واده خبرونه خپاره کړل، نوموړې په خپل انستګرام اکونټ کي نوشته کړل، چي په هغه څه باور مه کوي چي ما خپله نه وي ویلي.

یادي ۲۱ کلني ستورې د خبر خپرونکو ته لیکلي دي:(( لطفآ زما شخصي حریم ته درناوي ولري، شایعات مه خپروي، زه هر وخت واده نه کوم.))

د پاکستان ښکلې ستورې سارا خان د خپل واده خبرونه رد کړل.

پاته دي نه وي، فلمي ستورې سارا خان دا هم ویلي دي چي واده خبر به په خپله خپروي او کیداي ژر خپل مینه وال حیران کړم.



فلمي نړۍ پاکستان سېنما
t