غزل/ عبدالباري جهاني

غزل/ عبدالباري جهاني

خدایه چا ته یې لیکمه خدایه چیري دي غوږونه
خدایه وچي مي کړې ګوتي خدایه مات کړې قلمونه

چي شاعر دي د پښتو کړم پر ترټلو دي پېرزو کړم
له خپل قامه څنګه یو سم تر پردو شکایتونه

چي خوشحال ته وطن اور سو چي رحمن زخمي په ګور سو
زه لا څوک یم چي به ژاړم د زخمي زړه پرهارونه

پخوانۍ دي مرغلري د خوشحال د زړه خبري
ویل خدایه هم پر توره هم قلم بل کړه اورونه

چي زه نه یم نو به وايي جاهلان به مي هم ستايي
ښه سړی وو خدای دي ورکړي په عقبی کي جنتونه

چي بل کړی خو مي اور وای د دېوان مي اور په کور وای
نه مي نوم چاته په یاد وای نه کتاب نه مي شعرونه

چي زما نوم پر دنیا نه وي زما د ګور خاوري په خوله وي
بل بدبخت به درپیدا سي زما ویده قامه پښتونه

زما په څېر به لېونی وي تر خپل قام به سپلنی وي
هم به کاڼي پر اوریږي هم به اوري پېغورونه

دلته کور د شمس الدین وو له نېستی یې زړګی شین وو
نه یې چاکړې اوښکي پاکي نه یې واخیستل نظمونه

جهاني چي دا جهان وي د پښتون څیري ګرېوان وي
زر به ستا په څېر پیدا سي زر به وګالي دردونه.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۱۹ کال د اپرېل شپږویشتمه، ویرجینیا




تبصره وکړئ

avatar
t