د جاپان د سوداګرۍ وزیر پر ۲ سوه ډالرو استعفا وکړه

د جاپان د سوداګرۍ وزیر پر ۲ سوه ډالرو استعفا وکړه

د جاپان د سوداګرۍ وزیر نن رسماً له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ.

ایشو سوگاوارا تورن و، چې خپلو سیاسي پلویانو ته یې له حکومتي پیسو ډالۍ او نور امتیازات ورکړي وو.

وزیر دا تورونه رد کړي، خو ویلي چې عامه ذهنیت او غوښتنو ته د درناوي لپاره له دندې استعفا کوي.

ویل شوي، چې نوموړي د خپل یوه مړ شوي پلوي کورنۍ ته ۲ سوه ډالره ډالۍ کړي وو.




t